د لاسرسي ځای

تازه خبر

چینايي چارواکي وايي کورونا ۸۱۱ کسان وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په چين کې د کورونا وايرس څخه د مړو شوو شمېر ۸۱۱ ته رسېدلی دی. د چين روغتيا کمېشن د فبرورۍ په نهمه وويل، په دې وايرس د اخته شویو کسانو شمېر اوسمهال ۱۹۸۳۷ دی.

له کورونا وايرس څخه د مړو شویو کسانو شمېر په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کال کې په چين کې پېدا شوي يو بل وايرس، سارز له قربانيانو څخه زيات شوی دی.

له سارز څخه ۸۰۰ کسان مړه شوي وو خو په ټوله کې چارواکو ويلي چې د فیرورۍ په اتمه په کورونا وايرس د اخته شویو کسانو شمېر لږ دی چې د دې ناروغۍ د کمېدو هيلې يې پېدا کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG