د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې هېواد یې په یمن کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د القاعده د عربي ټاپو وزمې څانګې مشر وژلی دی.
د فبرورۍ پر شپږمه ولسمشر ټرمپ په بیان کې وویل چې د قاسم رېمي وژنه به القاعده وسله واله ډله په سیمه او نړۍ کې کمزورې کړي.
خو نوموړي وو نه ویل چې رېمي کله ووژل شو.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د رېمي تر مشري لاندې په عربي ټاپو وزمه کې القاعده وسله والې ډلې د یمن پر ولسي وګړو بې رحمه تشدد وکړ او غوښتل یې چې د امریکا او ځواکونو خلاف یو لړ حملې وکړي.
نوموړي وویل، د رېمي په وژنې سره دوی نېږدې شوي چې د دوی ملي امنیت ته د دغو ډلو ګواښونه له منځه یوسي.
په ۲۰۱۵ز کال کې په عربي ټاپووزمه کې د القاعده ډلې پوځي کمانډر ناصر ال ووهېشي په امریکايي ډرون برید کې تر وژنې وروسته رېمي د هغه ځای ناستې شو.
د ډلې د مشري دنده سنبالولو پر وخت رېمې په خپله لومړۍ وینا کې د امریکا خلاف د بریدونو غږ کړی و.