د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان: په یوه کشتۍ کې لس تنه سورلیو ته کورونا وایرس وهلې


په جاپان کې کورونا وایرس تصدیق شوی
په جاپان کې کورونا وایرس تصدیق شوی

د جاپان په یوکوهاما بندر کې په یوه کښتۍ کې سورو ۱۰ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی.

د جاپان روغتیا وزیر کاټسونوبو کاټو د فبرورۍ پر پنځمه وویل چې د ډایمنډ پرنسز په نوم په دغه کښتۍ کې سپاره ټول ۳،۷۰۰ کسان يې د ۱۴ ورځو پورې له خلکو بېل د ډاکترانو تر څار لاندې ساتلي دي.

د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ټوکیو کې د روسیې سفارت خبر کړې چې په دوی کې ۲۴ د روسیې وګړي دي.

د کورونا په نوم دې خطرناک وایرس په چین کې تراوسه ۵۳۶ کسان وژلي او په ۲۸۰۰۰ نورو کې يې هم تصدیق شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG