د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې چاودنې یو تن وژلی


د شمالي وزیرستان انتظامیې چاواکي وایي، د فبرورۍ پر لومړۍ ماسپښین میرعلي کې پر یوه موټر چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی دی.

پولیس چارواکي وايي، داسې مالومېږي چې بم په موټر کې اېښودل شوی وو.

د چارواکو په وینا، چاودنه د میرعلي ډگري کالج مخې ته افغان پیټرول پمپ کې پر ولاړ موټر شوې ده.

دوی وايي، په دې چاودنه کې د موټر چلوونکی وژل شوی دی.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG