د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کورونا وایرس په اړه د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ


د لاس انجلس نړیوال هوایي ډګر.
د لاس انجلس نړیوال هوایي ډګر.

امریکا د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ او ویې ویل، هغه بهرنیان چې په وروستیو کې چین ته تللي دي هغوی به پرې نېږدي چې هېواد ته داخل شي.

امریکایي ادارې د جنورۍ پر۳۱مه همداراز وویل، هغه امریکایان به چې په تېرو دوو اونیو کې د چین هوبې ولایت ته تللي دي خامخا تر ۱۴ ورځو معاینه کېږي که صحي وو نو به پرېښودل کېږي.

کوم امریکایان چې د چین له نورو برخو هېواد ته ستنېږي د هغوی روغتیایي معاینات به په هوایي ډګرونو کې کېږي او دا کسان به په خپلو کورونو کې د ۱۴ورځو په مخه ایسارېږي.

دا پریکړې به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه پلې کېږي.

هوبې ولایت او د هغه مرکز ووهان د کرونا وایرس اصلي مرکز دی.

د دې ناروغۍ له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۹ کسان وژل شوي دي او نېږدې ۱۱۸۰۰نور په چین کې په دې وژونکي او اخیستونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

تر اوسه د نړۍ په ۲۵ هېوادو کې دا تایید شوې ده چې ځیني کسان په کورونا وایرس اخته شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG