د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي د مارچ پر لسمه د پښتنو جرګه وربللې


د پښتنو ګوندونو سیاسي مشران، له کیڼ لوري اسفندیار خان، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی افتاب شېرپاو او سیراج الحق
د پښتنو ګوندونو سیاسي مشران، له کیڼ لوري اسفندیار خان، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی افتاب شېرپاو او سیراج الحق

عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې د مارچ پر ۱۰مه نېټه به په پېښور کې په باچا خان مرکز کې د پښتنو یوه جرګه کېږي چې مشري به یې د ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي او په دې جرګه کې به د ژوند له بېلابېلو څانګو سره تړلو پښتنو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د یاد ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري میا افتخار حسېن له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې ''پښتنو ته ډېر کشالې راپېښې دي، په دې کې اییني خبرې راځي لکه اتلسم اییني ترمیم او داسې نور''.

نوموړي زیاته کړه چې ''په پښتنو کې د عدم تحفظ چې کوم مشکلات دي، نو موږ وايي چې پښتانه ټول سره کښېني او د پښتنو د دې مشکلاتو سره سره زموږ د قبایلي سیمو چې په خیبر پښتونخوا کې رسره یوځای شول، تر اوسه د هغوی پر پرمختيايي پېکېج عمل و نشو چې څنګه یې وعدې ورسره کړې وې. او په دې جرګه کې به زموږ د پښتنو پر وسایلو زموږ د اختیار خبره کېږي.''

میا افتخار حسېن وویل، په جرګه کې به د افغانستان پر سوله هم خبرې کېږي ځکه چې هلته د امن راتلو بغیر دلته امن نه شي راتلای.

نوموړي وویل چې په دې جرګه کې به د پښتنو ټولو سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو ته بلنه ورکوو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري سېنېټر عثمان خان کاکړ د چارشنبې په ورځ له ډیوه راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند د جلسې اعلان هرکلی وکړ، خو وایي دا جرګه باید درې ورځې وي:

"ښه خبره ده چې عوامي نېشنل پارټۍ جرګه اعلان کړې ده خو زموږ هیله دا ده چې دا جرګه باید د ټولو ګوندونو له خوا په شریکه وشي او درې ورځې تفصیلي خبرې پکې وشي، یوه ایجنډا او کړنلاره ورته وټاکل شي، بیا له هغه وروسته یوه جرګګۍ جوړه شي، چې د پرېکړې د عملي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي او دا بیا په یو تحریک بدل شي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پر خپل ټوېټر د اې اېن پي له لوري د جرګې اعلان ته هرکلی ویلي دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۱۲مه په بنو کې د زرګونو خلکو جلسې ته په وینا کې پر پښتنو مشرانو ږغ کړی وو، چې د قام د ستونځو لپاره سره یو شي او د حل لپاره یې یوه جرګه را وغواړي، خو د جرګې اعلان په داسې وخت کې وشو چې هغه په زندان کې بندي دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د منظور پښتین د دې غوښتنې هرکلی کړی وو او د جنورۍ پر ۲۰مه یې په نوښار کې د باچاخان اوونۍ په مناسبت جوړې شوې جلسې ته په وینا کې اعلان کړی وو چې ډېر ژر به د پښتنو د یوې لویې جرګې اعلان وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ۲۰۱۸ز کال د دسمبر پر دوهمه د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) د ۴۵ تلین لمانځغونډې ته په وینا کې غوښتنه کړې وه، چې د پښتنو یوه لویه جرګه باید را وبلل شي، هغه دا غوښتنه تر هغه وروسته بیا بیا تکرار کړې ده.

پر ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل ګوند د جرګې د اعلان تود هرکلی روان دی، خو نورو سیاسي ګوندونو لا تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG