د افغانستان د لوګر ولایت چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملي پولیسو په عملیاتو کې د مخالفینو لویه پنډه باروت له منځه وړي دي.
د جنورۍ پر ۳۰مه د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې په دې محموله کې ۴۰۰ کیلو چاودیدونکي توکي او ماینونه شامل دي.
د ده په وینا، چې چاودیدونکي د جنورۍ پر ۲۹مه ناوخته له منځه وړل شوي، خو په تور څوک نه دي نیول شوي.