د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له چینه خپل زده کوونکي راباسي


چین د کورونا وایرس د مخنیوي هڅه کوي
چین د کورونا وایرس د مخنیوي هڅه کوي

پاکستان وايي، په چين کې له کرونا وايرسه د خپلو زده کونکو، ډاکټرانو او نورو وګړو د ژغورنې لپاره يې هلې ځلې پېل کړي دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې عايشه فاروقي د جنورۍ پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د وزارت اونيزې خبري غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې په اوروم چي کې پروازونه ځنډول شوي چې له وجې يې ځينې پاکستانيان په هوايي دګر کې ايسار دي.

خو نوموړې وايي، حکومت يې له چينايي چارواکو سره رابطه کړې چې تر هغو د دې پاکستانيانو د پاتې کېدو او نورو اسانتياو بندوبست وکړي تر څو چې پروازونه بيا پيل کېږي.

ويانده وايي، له هغه وخت څخه چې کرونا وايرس رامنځته شوی نو په چين کې يې سفارت له پاکستانيو زده کونکو سره په رابطه کې دی او د هغو خوراک او نورو مسلو د ممکنه حل لپاره کوښښونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG