د لاسرسي ځای

تازه خبر

دته خېلو کې دوه عسکر او پینځه مشکوک وسله وال وژل شوي


پاکستاني امنیتي ځواکونه وايي، د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې یې د چارشنبې بېګنیو عملیاتو پرمهال په نښته کې دوه عسکر وژل شوي او په ځوابي برید کې یې پينځه مشکوکه وسله وال وژلي دي.

په پنجشنبه له مشال راډيو سره په خبرو کې د یادې ادارې چارواکو ویلي چې پوځ یې د استخباراتي مالوماتو پر اساس په دته خېلو کې عملیات وکړه چې پکې د دوی په وینا پنځه تنه "ترهګر" ووژل شول.

دوی وايي په ځوابي ډزو کې دوه عسکر وژل شوي خو په سیمه کې د وسله والو له لوري په دې اړوند هېڅ نه دي ویل شوي.

یوه چارواکي د نوم نه ښودلو شرط وویل چې وژل شوي کسان د سړکغاړې چادونو او هدفي بریدونو کې ښکېل ول.

د وزیرستانونو په دې لیرې پرتو سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د دغه ډول وژنو په خپلواکه توګه کره والی نشته.

په ۲۰۱۴ز کال د دته خېلو په ګډون د شمالي وزیرستان له ډېری سیمو په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې چې دوی ورته ضرب عضب وایه، ډېری وګړي نورو سیمو ته کډه شول.که څه هم ډېری خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي دي خو ځايي ولس وايي چې تر نیمايي پورې وګړي یې لا نه ور ستانه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG