د افغانستان په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې اووه افغان پوليس وژل شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا مشر محبالله محب د جنورۍ پر ۲۸مه خبریالانو ته وویل چې د اوو پوليسو مړي او دوه نور سرتېري چې ټپیان دي روغتون ته انتقال شوي دي.
محب وايي چې د یوه ټپي حالت نازک دی.
چارواکي وايي، دې پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې دنده لرله چې طالب وسلهوالو تېره شپه برید پرې وکړ.
په ورته حال کې د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ویلي دي چې د دې پېښې د تلفاتو کره شمېره تر اوسه نه ده معلومه، خو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، په برید کې د پوستې قوماندان او تر ۱۰ زیات سرتېري یې وژل شوي دي.
د بغلان-سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې پر دې پوستې مخکې هم څو ځلې بريدونه شوي دي.