د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ایران فضا ته د مصنوعي سپوږمکۍ استولو په هڅه دی'


د راپورونو له مخې ځېنې سټېلايټ عکسونه ښيي چې ايران له هغه وروسته خلا ته د سټېلايټ لېږلو لپاره چمتووالی نيسي چې تېر کال يې د توغندي لېږلو درې هڅې ناکامې شوې.

امريکا داسې انګېري چې ايران دا پروګرام د بېليسټک توغنديو د پرمختګ لپاره د يوې پردې په توګه کاروي.

د ايران د معلوماتي او مواصلاتي ټېکنالوجۍ وزير محمد جواد اذري جهرمي په دوشنبه ناوخته په يوه ټويټ کې پخلی وکړ چې مدار ته د ظفر نومي سټېلايټ لېږلو لپاره يې چمتووالی روان دی.

نوموړي دا ټويټ د امريکايي رسنيو د هغه راپور په ځواب کې کړی چې وايي ايران د سيمنان صوبې په امام خمېني خلايي مرکز کې د سټېلايټ لېږلو لپاره چمتووالی نيسي.

جهرمي زياته کړې تهران پلان لري چې سږ کال پنځه نور سټېلايټ هم مدار ته ولېږي.

ايران د ۲۰۰۹م کال راهيسې يو شمېر سټېلايټ مدار ته لېږلي دي. امريکا پر ايران تور پورې کړی چې د ټېکنالوجي دغه هڅې د بېليسټک توغنديو د پرمختګ لپاره په کار راولي خو تهران بيا دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG