د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او افغان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي: ایمنسټي انټرنشنل


د بښنې نړیوال سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې د تشدد کمولو وړاندیز بې مفهومه خبره ده.

امينسټي انټرنيشنل ویلي چې د تشدد هېڅ اندازه او حد د منلو وړ نه دي.

د جنوبي اسیا لپاره د یاد سازمان مرستيال مشر عمر وړایچ ویلي چې په داسې یوه بحراني حالت کې چې په افغانستان کې په ولسي خلکو حملې کېږي دا خبره بې مفهومه ده چې د تشدد اندازه به کمه شي.

عمر وړایچ ویلي: "امریکا او افغان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي او پر ټولو افغانانو حملې باید بندې شي."

په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر په وروستیو کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره یې منلې چې د تشدد اندازه به راکمه کړي.

خو د افغانستان حکومت د دې بیان په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او ویې ویل چې د هغوی دا بیان مفهوم نه لري.

د افغانستان حکومت همداراز وویل چې له طالبانو سره یوازې په دې شرط خبرې کولائ شي چې د هغوی له لوري اوربند اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG