د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي کې زلزلې ۱۸کسان وژلي دي


په ترکیه کې د زلزلې وروسته ویجاړ شوي ودانۍ.
په ترکیه کې د زلزلې وروسته ویجاړ شوي ودانۍ.

چارواکي وايي چې د ترکیې په شرقي صوبه علازګ کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

په راغلې زلزله کې یو شمېر ودانۍ هم نسکوره کړي دي.

د ترکیې له افتونو سره د مبارزې او د بيړنيو چارو ادارې چارواکو په خبره د جنورۍ پر ۲۴مه شپه ۹ بجې د راغلې زلزلې کچه په ريختر ۶.۸ وه.

د یادې ادارې په خبره ۱۳کسان په علازګ او پنځه نور په ملاټیا صوبه کې وژل شوي دي.

بلخوا د دواړو صوبو ګورنرانو ويلي دي چې ۲۲۵ کسان ژوبل شوي هم دي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزير سليمان سويلو ويلي دي چې چارواکو امدادي ډلو ته سیمې ته د رسېدو هدایات ورکړي او د يوې نسکورې شوې ودانۍ د ملبې لاندې د ۳۰ کسانو پلټنې روانې دي.

سويلو د ژوبل شوو کسانو شمېره ۵۳۳ ښودلې ده.

د سويلو په خبره په ۱۹۹۹زکال کې راغلې زلزلې په ازمت ښار کې د ۱۷ زرو زیات کسان وژلي او د پنځو لکو زیات بې کوره کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG