د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان د پښتنو "رومانس" دی


باچا خان په یوه ولسي غونډې ته د وینا پر مهال.

د ژمي بارانونه به ښه په جوبن کې وو، جړۍ به وې، د بونیر سوات غرونو به د واورو څادرونه اغوستي وو، په کلیو بانډو کې به خلک په حجرو جوماتونو کې راټول شوي وو، خبرې به يې کولی، کیسې به يي کولې او خپل وخت به يې تېراوه.

موږ هم چې ماشومان وو نو په یخنۍ کې به د نغري پر غاړه د ؛نیا ابۍ خوا ته راټول شوي وو .

ابۍ نه سکول لیدلی وو، نه مدرسه خو د خپلې خاورې په مسلو پوهېده او دا الهام يې د پښتنو د تاریخ د ؛باچاخاني دور؛ نه اخېستي وو.

ابۍ چې به د خپل مور پلار وطن هشنغر یاداوه، نو خبره به يې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) د یاد او مینې بغیر نیمګړۍ وه .

د خپل قام د خپلواکۍ لپاره د باچاخان مبارزې، کړاو او زړه چاودون څه پیښې يې په خپله لیدلې وې او څه يې له مشرانو اورېدلي وو.

د شلمې پیړۍ د وړومبۍ نیمایۍ نه تر اوسه له پامیره تر هندوکشه او بیا تر اباسینه د پښتنو په خاوره د ظلم او زیاتي هم دغه یوه کیسه روانه ده، د ظلم پرضد د درېدو او په دغه لار کې د قربانۍ کیسه او باچاخان د دغې کیسې مرکزي کردار دی.

د هغې لپاره باچاخان یوازې یو سیاسي لارښود نه وو بلکې د مزاحمت، لوړ انسانیت او بشردوستۍ تر ټولو لوی، زورور او روښانه علامت وو.

باچاخان لکه د یوې؛ دیومالایي داستان؛ سینه په سینه د پښتنو له یوه نسله بل نسل ته منتقل شوی دی او د دې خاورې یو رومانس ګرځېدلی دی.

باچا خان بیا له جیله راغې

زما لالۍ له پیښوره نه راځینه

په کومه ورځ چې باچاخان له دې نړۍ سترګې پټې کړې، نو داسې خلکو هم ژړا او ماتم کړی وو چې په کورونو يې د نورو ګوندونو یا ډلو جنډۍ ولاړې وې.

باچاخان لمر وو، د هر چا وو، د هر پښتون د کور غړی وو، بابا وو، باور وو، هییله وه، جذبه وه او عقیده وه.

باچاخان زما نسل ته هم د دغه شان د باباګانو او نیاګانو په کیسو او یادونو کې رارسېدلی او زموږ په زړونو کې ځای شوی دی.

د هغه د پښو چاپونه او د انصاف، سولې او مینې لپاره د هغه د اواز انګازې نن تر مودو پس هم د صوابۍ، مردان، باجوړ، ږوب، کوټې، ډېره اسماعیل خان، مانسهرې، تور غر او بنو په لارو کوڅو کې اورېدل کېږي او افغانستان ته خو يې خپل وجود بخښلی دی.

باچاخان به ویل؛ زما مذهب رښتیا، مینه او د خدای او انسانیت خدمت دی. هر مذهب چې دنیا ته راغلی د مینې او ورورولۍ پیغام يې راوړی دی.

هغه خلک چې د نورو انسانانو له خیرښېګړې لاپرواه دي او د چا زړونه چې له مینې خالي دي، د مذهب په معنا نه پوهېږي.؛

د عدم تشدد د لارې انساني ژوند ته د ورپېښو ستونځوا هواری هغه سبق وو، چې له زرګونو کالونو راهیسې د دې خاورې په غرونو او درو کې په مراقبه ناست د بدها په مجسمو او هنري کارونو کې لیدل کېږي.

خو دغه غرونه او درې اوس د دې خاورې د ګلونو په وینو لړلي دي، هغه سیندونه چې له څه مودې نه د ښایست د رنګونو پرځای د وحشت تصویرونه دي، هغه غرونه چېرته چې د بدها مخ په بارودو او بمونو الوزول شوی. او ځکه د سیمې د قامونو او نړۍ لپاره د باچاخان په خبره او پیغام ځان پوهول او هغه عملي کول نور هم مهم ګرځېدلي دي.

د باچاخان اعجاز دا دی، چې د هغه پر ضد په کالونو کالونو د روانو پروپیګنډو او تورونو باوجود د هغه د فکر پلوشې ددغه غرونو او درو نه اوس په نوو جهانونو په خپریدو دي.

دا خبره پر خپل ځای چې هغه په پاکستان کې د سکول په نصاب کې نشته خو په ټوله نړۍ کې د رنګ، نسل، ژبې او جغرافیې له تفریقه بغیر د کروړونو انسانانو په زړونو کې ژوندی دی.

د جنت د منارو نه

یو سپین ږیری بابا ښکاري

چې د ستورو په جهان کې

د رڼا په خوا کې ناست دی

بابا ښکته ښکته ګوري

هندوکش دی او پامیر دی

د ګلونو ګلدرې دي

هغه هم په وینو سرې دي

د بابا سره تسبې دي

چې له اوښکو نه دي جوړې

او چې کله هم تیاره شي

او د ظلم شپه اوږده شي

دغه اوښکې ایینې شي

مشالونه شي، ډیوې شي

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG