د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ښځو تشدد روان دی خو قانون سازي نشته: فعالانې


د ښځو حقونو لپاره سرکاري او مدني فعالانې وايي، د ښځو پروړاندې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د یوه پراخ ټولنیز پوهاوي اړتیا ده.

دوی دا څرګندونې له مشال راډیو سره په داسې حال کې کولې چې د خيبر پښتونخوا سرکاري او د عورت فاونډېشن شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۸ز کال په پرتله په ۲۰۱۹ز کال کې په تشدد کې ښځې زیاتې وژل شوې دي.

د غیر سرکاري ادارې عورت فاونډېشن د خيبر پښتونخوا صوبايي مشره شبينه اياز وايي، چې له ښځو سره د زیاتېدونکي تشدد څرګنده بېلګه د ۲۰۱۸ز کال او ۲۰۱۹ز کال د پېښو په موازنه کولو کې لیدلی شئ. دا وايي چې په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۸۰ ښځې وژل شوې خو په ۲۰۱۹ز کال کې بیا دغه شمېره ۲۱۷ ته لوړه شوې ده.

دې په خپلو خبرو کې اندېښنه وښودله: چې پر ښځو د ‘تشدد دود نه بدلېږي، اوس هم پر ښځو هر ډول تشدد روان دی، قتلونه زیات شوي دي خو اوس د ښځو خودکشيانې ډېرې شوي ډي ، په تېرو وختونو کې د ځانوژنې پېښې دومره نه وې خو اوس وخت په وخت له سواته، چتراله او نوښاره داسې ډېرې پېښې رپورټېږي چې ښځې ځانونه وژني، اوس پکار دا ده چې د دې پلټنې وشي چې په ښځو کې د ځان وژنې دود ولې زیات شوی دی.’

یوازې ستونزه دا نه چې پر ښځو له تشدد سره سره په دوی کې د خودکشۍ رجحان هم زیات شوی دی.

دښځو لپاره د خيبر پښتونخوا سرکاري کميشن يوه غړې حميره خاتون چې په صوبايي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي نمايندګي کوي وايي، په ښځو کې د خودکشۍ رجحان زیاتوالي بنيادي وجه پر هغوی د نارینه و لخوا فيصلې تپل دي.

دا زیاتوي: ''د ښځو رضامندۍ بغير د هغوی ودونه کېږي، نارینه پرې خپلې فيصلې په زوره مني نو بیا يې دا نتيجې رامنځته کېږي، حتا اسلام او د پاکستان قانون هم دا وايي چې په نکاحنامه کې د ښځې رضامندي شرط ګرځول شوی دی خو هغه شرطونه خلکو له پامه غورځولي دي، بله دا چې ښځه په مالي توګه هم له تشدد سره مخامخ ده، د ښځې پیسه خو د هغې خپله ده خو که تاسو ته یاد وي نو يوه هنر منده، خپل ورور ځکه ووژله چې هغې ورله پيسې نه ورکولې.''

که څه هم د خیبر پښتونخوا په ګډون په نور پاکستان کې ګڼې سرکاري او غیر سرکاري ادارې پر ښځو د کېدونکي تشدد خلاف پرله پسې کمپاینونه چلوي، ولسي اګاهي زیاتوي خو د ښځو حقونو لپاره کارکونکې یوې غیرسرکاري ادارې پاک ډويلپمنټ مشن مشره زر تاشه جمال وايي، تر ټولو لومړی د ټولنې نارینه وو کې پوهاوی پکار دی چې د ښځو حقونه ورته وښودل شي. اسلام، قانون، ټولنه او یوه کورنۍ چې ښځو ته څومره اقتصادي او بشري حقونه ټاکلي دي نو هر نارینه ته پکار ده چې هغه ورته ورکړي.

د ښځو لپاره د خيبر پښتونخوا سرکاري کميشن مشره ډاکټر رفعت سردار وايي چې د ښځو په اړه د تشدد په رجحان کې هله کمی راتلی شي چې په حکومتي او ټولنيزه کچه د ښځو حقونه په لومړيتوبونو کې راشي. د نوموړې په خبره په دې اړه يې د قا نون سازۍ لپاره حکومت ته وړانديزونه کړي دي خو د حکومت په کچه د سنجيدګۍ فقدان دی.

''زموږه اداره يوازې مشاورتي اختيار لري، له موږ سره بل هېڅ اختيار نشته، په دې اړه مو حکومت ته يوشمېر تجاويز ورکړي دي خو پر هغو تجويزونو هېڅ عمل نه دی شوی. تاسو د ښځو حقونو په لړ کې د حکومتي سنجيدګۍ اندازه له دې لګولی شئ چې د ښځو دومره وژنې روانې دي او تر اوسه حکومت په دې اړه هېڅ بیانيه نه ده رامنځته کړې، صرف يوځل په خپل تقرير کې وزير اعظم عمران خان د ښځو حقونو ذکر کړی وو.''

د ډاکټر رفعت سردار په خبره په پارليمان او نورو سرکاري امنيتي ادارو کې ناستو ښځو له پکار ده چې په دې اړه د سنجيدګۍ مظاهره وکړي. په پارليمان کې جامع قانون سازۍ لپاره څېړنې وکړي او پوليس د ښځو حقونو لپاره موجوده قوانين په ډېر شدت سره عملي کړي نو هله د ښځو پر ضد تشدد کې کمی راتلی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG