د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاد جنید حفیظ مه پانسۍ کوئ: د لسګونه زره نړیوالو غوښتنلیک


استاد جنید حفیظ
استاد جنید حفیظ

په داسې حال کې چې د ډیسیمبر په ۲۱ مه د پاکستان یو عدالت د پنجاب د ملتان یو پوهنتون استاد جنید حفیظ ته د مذهب د سپکاوي په تور کې د مرګ سزا واورله، په نړیواله کچه څه باندې ۸۲۰۰۰ کسانو د پاکستان له حکومت د هغه د خوشېکولو او پر هغه د لګول شویو تورونو د بیرته اخستو لپاره په انټرنیټ یو پیټیشن (عریضه) خپور کړی دی.

جنید حفیظ له تېرو ۷ کالونو راهیسې په بند کې دی، او د هغه یو مدافع وکیل هم په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د پنجشنبې/زیارت په ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې غوښتنې (پیټیشن) پیلونکې او څیړنکارې هیلن هفت وویل، بنیادي موخه يې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قوانینو ناسم استعمال په اړه بیداري پیدا کول دي.

مېرمن هفت زیاتوي:

''دا پیټیشن له تېرو څو اونیو راهیسې خپور کړل شوی دی. د دې لویه موخه په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قوانینو په اړه بیداری ډېرول دی. خلکو ورباندې ډېر ښه عکس العمل ښودلی دی او ډېر ډاډ يې ورکړی دی. زما په خیال به بل ګام دا هڅه کول وي چې نه یوازې له سفارتي لارو د پاکستان پر حکومت فشار واچول شي بلکې په عدلیه هم. د دې لپاره چې اعلا عدالتونو ته دومره مرسته ترلاسه شي چې د جنید حفیظ د مرګ سزا بیرته واخستل شي.''

د حقونو دفاع کوونکي وايي چې په پاکستان کې اکثر دغه قوانین د مخالفینو د ځپلو یا خاموشه ولو لپاره کارول کېږي.

په دغه اړه د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو غړی او د های کورټ پخوانی جسټس شېر محمد خان وايي، چې د مردان عبدالولي خان پوهنتون د یوه زده کوونکي مشال خان وژنه او د اسیه بي بي مقدمه د دې ښکاره مثالونه دي.

نوموړی زیاتوي:

'د مذهب سپکاوي قانون ډېر ناجایزه استعمالېږي. د اسیه بي بي مقدمه ستاسو مخې ته ده، په هغې د نورو ښځو سره د یوې ذاتي جګړې په نتیجه کې د مذهب سپکاوي تور ولګول شو او لاهور عدالت ورته د مرګ سزا واوروله او بیا سپریم کورټ خوشې کړه. له دې هر سړی وېرېږي، عدالتونه ترې هم وېرېږي، چارواکي هم وېرېږي، هسې نه چې پر هغوی دا تور پورې نه شي. په پاکستان کې دا لویه بدنصیبي ده چې د دې قانون ډېر ناجایزه استعمال کېږي.'

جنید حفیظ د پنجاب په ملتان کې د بهاوالدین زکریا یونیورسټۍ استاد وو، هغه د امریکا له مېسېسي پوهنتونه فولبرایټ سکالر وو، چې په دوه زره دیارلسم کال کې ورباندې د یوې مذهبي ډلې ځینو غړیو د مذهب سپکاوي تورونه پورې کړل. حفیظ دغه تورونه ردکړي دي. نوموړی له تېرو ۷ کالونو راهیسې بندي دی او د ډېسېمبر پر ۲۱ مه ورته یوه عدالت د پانسۍ سزا اورولې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG