د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهب سپکاوي په تور پاکستاني پروفیسر ته د مرګ سزا اورول شوې


اسلام اباد - د پاکستانپه پنجاب صوبه کې يو عدالت د مذهب سپکاوي په تور کې جنيد حفيظ نومې يو تن ته د مرګ یا پانسۍ سزا اورولې ده.

یو عدالت د ملتان د بهاوالدين زکريا پوهنتون يو ليکچرار جنيد حفيظ ته د مذهب سپکاوي په يو مقدمه کې د عمر قيد او بیا پانسي سزا اورولې ده.

د ملتان په سينټرل جيل کې اېډيشنل سيشن جج کاشف قيوم د دسمبر پر ۲۱مهد مذهب سپکاوي په تور کې نيول شوي د ملتان د بهاوالدين زکريا پوهنتون پخواني لېکچرار جنيد حفيظ پرضد د مقدمې فيصله واوروله.

جنيد حفيظ د مذهب سپکاوي په تور مقدمه د ۲۰۱۳م کال په مارچ مياشت کې درج کړل شوې وه او د امنيتي اندېښنو له کبله د ۲۰۱۴م کال په اپريل مياشت کې امری شوی وو چې د مقدمې اورېدنې دې د ملتان په مرکزي جېل کې دننه وشي.

په دې مقدمه کې د جنيد حفيظ وکيل راشد رحمان د ۲۰۱۴م کال په مۍ مياشت کې نامعلومه کسانو د ملتان په کچهري چوک کې په خپل دفتر کې وژلی وو.

د جنيد حفيظ پلار حفيظ الناصر د جرمني غږ راډیو ته ويلي چې پر زوي يې لګيدلي تورونو کې هيڅ حقيقت نشته.

د ده په وینا ، جنید حفیظ يو ازاد خيال ځوان و او د پوهنتون د سياست ښکار شو.

ده ویلي چې جنېد حفیظ په امريکا کې تر زده کړو وروسته خپل ملک ته ستون شوی وو.

نوموړي زیاته کړې چې کله په ۲۰۱۳م کال کې بهاوالدين زکريا پوهنتون کې د ليکچرار پوسټ اعلان کړل شو نو اسلامي جميعت طلباء نومي تنظيم جنيد حفيظ ته وويل چې دې پوسټ لپاره دې خپل کاغذونه نه جمع کوي ځکه چې دوي پرې خپل تن راوستل غواړي خو جنېد حفیظ يې خبره نه وه منلې.

حفيظ الناصر ویلي چې له هغه وروسته یاد تنظیم پر جنېد د مذهب سپکاوي تورونو سره سره د امريکا د ايجنټ تورونه هم ولګول.

د حفيظ الناصر په وينا د عدالت دې فيصلې پرضد به په اعلا عدالتونو کې اپيل کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم هيومن رايټس کميشن اف پاکستان يو چارواکې شير محمد خان وايي د مذهب سپکاوي په تور کې چې څومره هم کسان نيول شوي او پرضد يې مقدمې درج دي په هغه کې د خلکو شخصي کرکې ، خپلمېنځي دښمنۍ او يو شمير نور وجوهات شامل دي.

د ده په وینا ، د دې څرګنده بېلګه د عيسوۍ ميرمنې اسيه مسيح دی کله چې سپريم کورټ کې د نوموړې د کيس اوريدنه وشوه نو دا خبره راپه ډاګه شوه چې د مېرمنو تر خپلمېنځي جګړې وروسته پر هغې دا تور لګول شوی وو.

د بښنې نړيوال سازمان تيره اونۍ له اړوند چارواکو غوښتنه کړې وه چې ۳۳ کلن جنيد حفيظ دې ژر تر ژره خوشی کړي.

له دې وړاندې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس هم د روان کال په جولای مياشت کې له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې وه چې د مذهب سپکاوي په تور قيد جنيد حفيظ دې خوشی کړي.

XS
SM
MD
LG