د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه به چین ته تر پنځو کلونو نېږدې ۶۲ زره ټنه زڼغوځي صادرېږي


د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه چین ته د ۶۲ زره ټنه زڼغوځيو د صادراتو خبره کوي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید مشال راډيو ته وویل، د کورنیو او چینایي شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو ادارې له تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ دغه اندازه زڼغوځي به تر ۵ کلونو پورې چین ته صادر شي.

ښاغلی نوید وایي، دغه زڼغوځي چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو چین ته واستول شي د صادراتو له درکه ترلاسه کېدونکی رقم‌یې ۲.۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې اقلام له هېواده بهر په مناسب قیمت پلورل کېږي هغه بازارونو ته‌یې چې سوداګر یې وروړي، د بڼوالو په کاروبار او ان د افغانستان مالي برخه باندې مثبت اغېز لري."

د ښاغلي نوید په خبره، اوس‌مهال د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو زڼغوځيو بیه دوه نیم تر درې زرو افغانیو ده، خو له هېواد بهر بیا یو کیلو زڼغوځي شپږ زره افغانۍ پلورل کېږي.

ښاغلی نوید وایي، دا زڼغوځي د هوایي دهلېزونو او حیرتانو بندر له لارې صادرېږي چې دا مهال هم دا بهیر روان دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره د هند، متحده عربي اماراتو او په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د زڼغوځيو بازارونه ښه شوي.

د جلغوزيو حاصلات ډېر له خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه تر لاسه کېږي چې په کلني ډول نږدې ۲۳ زره ټنو ته رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG