د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اوکراینۍ الوتکې پېښې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ايران ولسمشر حسن روحاني د يوې اوکراينۍ مساپر وړونکې الوتکې راغورځولو لپاره د يو ځانګړي عدالت جوړولو غږ کړی دی.

دا الوتکه د ايران هوايي دفاعي ځواک د جنورۍ پر اتمه وويشتل چې د ۱۱ اوکراينيانو او ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول.

روحاني نن [د جنوري پر ۱۴مه] په يوه ټېليويژني وينا کې وويل چې د دې "نه بخښل کېدونکي تېروتنې" لپاره بايد مسول کسان هرومرو ((سزا شي)).

په ايران کې د جنوري پر ۱۱مه تر هغه وروسته سختې مظاهرې پيل شوې چې د هېواد پوځ ومنل چې دوی دغه الوتکه د تهران له امام خمېني نړيوال هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو څو شېبې وروسته "په غېر قصدي ډول" په الوتکې ضد توغندي وويشتل.

په الوتکه کې وژل شوي زياتره ايرانيان او کاناډايان ول. دا غمېزه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د ايران هوايي دفاعي ځواک د تيارسۍ په حالت کې و او تر دې څو ساعتونه وړاندې يې په عراق کې د امريکايي سرتيرو پر اډو بېليسټيک توغندي کارولي ول.

روحاني ويلي چې عدليه بايد يو داسې ځانګړی عدالت جوړ کړي چې يو برحاله قاضي او لسګونه کارپوهان پکې شامل وي. نوموړي زياته کړه چې دا پېښه د ايرانيانو لپاره ډېر ارزښت لري او هر هغه کس چې "غلطي يا غفلت" يې کړی وي بايد انصاف ته مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG