د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاڼ مهترزي سړک مو له واورو پاک کړ: بلوچستان سرکار


ورښتونو د بلوچستان پښتون مېشته سیمو ته نوې هیلې ورکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:27 0:00

ورښتونو د بلوچستان پښتون مېشته سیمو ته نوې هیلې ورکړي

د بلوچستان حکومت ویلي دي چې د کوټې – ژوب پر لار پر مسلم باغ او کاڼ مهترزيي یې له وارو بند شوی سړک اوس خلاص کړی دی او هلته د سورلۍ تر ۸۰ پورې ولاړې ګاډۍ چې نېږدې ۵۰۰ سورلۍ ورسره دي، خپلو سیمو ته رهي شوې دی.

د طبعي ناورینونو سمبالولو ادارې (پي ډي اېم اې) مشر عمران زرکون په خپل یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې نه یوازې یې د ګاډو پرمخ تړلې لار خلاصه کړې بلکې مساپرانو ته یې چې هلته بند پاتې ول هغوی ته یې تاوده کالي او خوراکي توکي هم رسولي دي.

نوموړی په خپل بیان کې زیاتوي چې له واورو د لارې پر خلاصولو یې نېږدې نهه ګنټې تېر شوي دي.

د یکشنبې پر ورځ د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې په ساعتونو په ساعتونو په خرورو واوره شوې وه چې له کبله یې په سورلۍ بار لسګونه ګاډي د مسلم باغ او کاڼ مهترزي په سیمه کې بند پاته شوي ول.

د دغه صوبې په پښتون میشتو سیمو کې واورو او بارانونو لوی ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.

په دوشنبه/ګل د دغه صوبې چارواکیو مشال راډيو ته ویلي چې په تېرو درو ورځو کې د کورونو د چتونو له راپرېوتو ۱۶ تنه وژل شوي دي.

دوی وايي چې د ژوب ضلعې په شاب زيي کلي کې د یوه کور چت په راپرېوتو کې د یوې کورنۍ درې ماشومان او درې مېرمنې وژل شوې دي. بلخوا د ژوب ښارګوټي په ناصر اباد کې هم د یوه کور چت راپرېوتی چې پکې دوه تنه وژل شوي دي.

د پښین په برشور سیمه کې هم له وارو د یوه کور چت لوېدلی دی چې پکې د چارواکیو په خبره د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د چمن ضلعې په کلي لقمان کې هم د یوې کوزدې خوښیو پر مهال د یوه کور چت راپرېوتی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

بلخوا چارواکي په ټوله صوبه کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو راپور ورکوي.

که څه هم واروې او باران اورېدل درېدلي دي خو د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې ډېری نه یوازې له ساړه یخ سره مخامخ شوي دي بلکې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، د بجلۍ او ګېس بحران هم زیات شوی دی. دی وايي چې زیاتره ښاریان وايي، چې دوی اوس لرګيو، سکرو او د سونګ نورو توکيو ته اړ شوي دي.

د بلوچستان حکومت د اوسنيو وارو او ورښتونو له کبله د کوټې په ګډون د صوبې په اوو ولسوالیو کېبیړنی حالت اعلان کړی دی او پر خلکو یې ږغ کړی چې بې له اړتیا دې سفرونه نه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG