د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به په سیمه کې د شخړې برخه نه جوړېږي: قرېشي


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر هغو ژمنو ټینګار کړی چې اسلام اباد به په سیمه کې د امن راوستو لپاره مثبته او فعاله رول ترسره کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن په خپله ویبپاڼه لیکلي چې قریشي په دوشنبه په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د ملاقات پر مهال واضحه کړي چې پاکستان به په سیمه کې د جنګ یا شخړې برخه نه جوړېږي.

قریشي به نن سعودي عرب ته هم ځي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره به هم د سیمي پر حالاتو خبرې کوي.

د امریکا له لورې د جنورۍ پر درېمه د ايراني قومندان قاسم سليماني تر وژنې وروسته د تهران او واشنګټن تعلقات نور هم خراب شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG