په تهران کې د برتانیا سفیر پر دې د یو څه وخت لپاره نیول شوی چې د اوکراین په غورځول شوې الوتکه کې د وژل شوو لپاره یې د شمعو بلولو په غونډه کې ګډون کړی وو.
د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې روب مېکېر د جنورۍ پر ۱۱مه د امیر کبیر پوهنتون مخې ته په یو غونډه کې د ګډون پر مهال نیول شوی وو.
روب مېکېر د جنورۍ پر ۱۲مه پر ټویټر لیکلي، هغه د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې وژلو شویو ته د درناوي په موخه هغه ځای ته ورغلی وو، په احتجاج کې یې ګډون نه وو کړی.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران دا ګام له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.
ایرانیو چارواکو تر اوسه په دې اړه لا څه نه دي ویلي.