د روسیې ولسمشر ويلاديمېر پوتين وايي د ۲۰۲۱ کال په لومړيو کې به جرمني ته د ګېس هغه پايپ لاين بشپړ کړي چې امريکا پرې بنديزونه لګولي دي.
پوتين د جنورۍ په ۱۱مه په مسکو کې د جرمني وزیراعظمې اينګلا ميرکل سره په يوه شريک خبري کنفرنس کې وويل، تمه ده چې د روان کال تر پایه يا د راتلونکې کال په لومړيو څو مياشتو کې به دا پروژه بشپړه او د روسیې ګېس جرمنې ته رسېدل پېل شي.
امريکا د «نورډ سټرېم دوه» په نوم د ګېسو په یادې پروژې ځکه بنديزونه لګولي چې په وېنا یې دې سره د يورپ د انرژۍ امنيت خرابېږي او د روسیې اثر رسوخ ورسره ډېرېږي.