د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه ده


منظور پښتين

پښتون ژغورنې غورځنګ نن (د جنورۍ دولسمه) بنو په جلسه کې د پښتنو پر ځمکو د قبضې، د هدفي وژنو ودرولو او يو ځل بيا د طالب وسله والو راڅرګندېدو مسايل راپورته کوي.

دا غورځنګ نن د بنو په ریاض یا منډان پارک کې جلسه کوي. د دې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۱۱مه مشال رېډيو ته وویل ټاکل شوې چې په دې جلسه کې به له حکومته د ماورای عدالت وژنو څیړلو لپاره د شفافه کمیشن جوړېدنې، په پوځي عملياتو کې خلکو ته د ځاني او مالي زيان د ازالې او همداراز پر ځمکو د امنيتي ځواکونو د قبضې خبره راپورته کوي.

نوموړي زياته کړه: ((چې څومره هم قبضې شوې دي هغه که د سوات د چاوڼۍ په صورت کې دي او که د وزیرستان د معدنیاتو په شکل کې. د خلکو پر زمکو د ډي ایچ اې په نوم قبضې شوې دي او دغسې په سکولونو او کورونو هم نو باید دا ټولې قبضې ختمې کړل شي. ایکشن این اېډ اف سیول پاورز قانون دې ختم کړي. د پښتون ژغورنې تحریک به دا غږ هم پورته کوي چې د ايلم له غرونو واخلې تر باجوړ مومند او وزیرستان پورې د وسله والو بیرته راتګ مخنیوی دې وشي ځکه موږ په خپله خواره لاس پوڅي جګړه نه بلکې امن غواړو.))

منظور پښتین زیاته کړه چې همداراز د ارمان لوڼي په وژنې او خړ کمر پېښه کې انصاف غواړي.

پښتون ژغورنې تحریک غړي د حکومتي او امنيتي پاليسو خلاف له څه مودې احتجاج کوي. دا مظاهرې له تېرو څو مياشتو قرار شوې وي او غټې جلسې نه کېدلې. خو اوس دوی بيا د زرګونو خلکو راغونډولو لپاره مټې رابډوهلي دي.

دوی وایی حکومت او امنيتي ځواکونو په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو او هدفي وژنو مخنيوي لپاره خپلې کړې وعدې نه دې پوره کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې ځيني په زور لادرکه کړل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي خو دوی غواړي د امنيتي ځواکونو سره موجود ټول غېب کړل شوي کسان دې يا عدالتونو ته وړاندې شي او يا هم خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.

د پاکستان حکومت وايي چې دوی د غېب کړل شوو کسانو د مسلې د حل لپاره يو کمېشن جوړ کړی دی. پوځ بيا وايي چې دوی د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې قرباني ورکړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ له پامه غورځولې ده. امنيتي ځواکونو د دې غورځنګ ګڼ غړي په دې تور نيولي چې دوی خلک د رياست خلاف راپاڅوي خو د دغه تحريک غړي دا نه مني او وايي دوی د پښتنو لپاره خپل حق غواړي.

XS
SM
MD
LG