د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراینۍ الوتکې په پېښه کې ۱۳ افغانان هم وژل شوي

د اوکراينۍ الوتکې راغورځېدو وروسته ټوله سپرلۍ یې وژل شوي.
د اوکراينۍ الوتکې راغورځېدو وروسته ټوله سپرلۍ یې وژل شوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، له یوشمېر هېوادونو سره یې تهران ته نېږدې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د پېښې په اړه د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو په هدف د یوې نړیوالې ډلې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

دغه وزارت نن [د جنوري پر ۱۱مه] په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د پېښې تړاو د کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو چې وګړي یې په قربانیانو کې شامل دي له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټېلېفوني خبرې کړي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم د جنورۍ پر۱۱مه پر خپل ټویټر لیکلي، د رالوېدلې الوتکې د قربانیانو ۱۳ تنه افغانان دي. وړاندې دغه شمېره ۱۰ تنه اعلان شوې وه.

که څه هم ځېنو غربي کارپوهانو لا له وړاندې د دغې الوتکې د ویشتل کېدو خبره کړې وه، خو ایران تر څو ورځې انکار وروسته د جنورۍ پر ۱۱مه ومنله چې د دوی ځواکونو په تېروتنې دا اولتکه راغورځولې ده.

XS
SM
MD
LG