د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلطان قابوس تر مرینې وروسته هیثم بن طارق د عمان نوی پاچا ټاکل شوی


د عمان پاچان سلطان قابوس
د عمان پاچان سلطان قابوس

د عمان سرکاري رسنیو د جنورۍ پر۱۱مه خبر ورکړ چې د هغه هیواد پاچا سلطان قابوس د جنورۍ پر۱۰مه د ۷۹ کالو په عمر کې وفات شوی دی.

نوموړی نېږدې ۵۰ کاله د واک پر ګدۍ ناست وو.

عمان نیوز اژانس لیکلي، نوموړي د جنورۍ پر۱۱مه په ماښام د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

سلطان قابوس د کینسر ناروغي لرله.

هغه په ۱۹۷۰ کال کې د خونړي کودتا له لارې خپل پلار له واکه لرې کړی او واک ته رسېدلی وو.

د برتانیې حکومت د سلطان قابوس ملاتړ کاوه.

د عربي پاچاهانو د واکمنۍ په تاریخ کې د سلطان قابوس ساری نه لیدل کېږي ځکه هغه تر ټولو زیاتې مودې لپاره په واک کې وو.

د هغه ماشومان نه وو او نه یې هم په واضحه ډول خپل ځای ناستی ټاکلی وو. د عمان د قانون مطابق د باچا له مړینې وروسته باید بل پاچا په درېوو ورځو کې دننه وټاکل شی.

هيثم بن طارق ال سعید تر سلطان قابوس وروسته د عمان نوی سلطان ټاکل شوی.

XS
SM
MD
LG