د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بېنظیر مرستندویه پروګرم ۲۵۰۰ افسرانو پیسې اخېستي'

'مرستې سمې نه رارسېږي'
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

'مرستې سمې نه رارسېږي'

په پاکستان کې له بېوزله خلکو سره د مالي پروژې مشرې ویلي چې له بېنظیر انکم سپورټ پروګرامه شاوخوا ۲،۵۰۰ سرکاري افسرانو پیسې اخیستې.

ډاکترې ثانیې نښتر پرون ناوخته پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د ۱۷م او تر دې د لوړې سطحې افسرانو پر ضد اقدام کوي. نوموړې ویلي چې په پروژه کې د درغلۍ تر ټولو زیاتې پېښې په سیند صوبه کې شوې دي چې پکې د پیپلز ګوند واکمني ده.

د دې ګوند یو سېنېټر بهره مند تنګي نن مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د شاوخوا ۱،۱۰۰ لوړپوړو افسرانو پر ضد کارروايي کوي. ډاکتره نښتر زیاتوي چې په بلوچستان کې ۷۴۱ او په خیبر پښتونخوا کې ۴۰۳ افسرانو د بینظیر انکم سپورټ پروګرام پیسې بېوزله کسانو ته نه ورکولې.

تورنو سرکاري افسرانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG