د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ځواکونه دې د خیبر پښتونخوا له سکولونو ووځي: اپوزېشن


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې ځينو اپوزېشن سياستوالو غوښتنه کړې چې حکومت دې امنيتي ځواکونه له هغو ښوونځيو (سکولونو) وباسي چې دا مهال پکې دېره دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي صلاح الدين د دې مسلې په راپورته کولو سره د جنورۍ په شپږمه په اسمبلۍ کې وويل چې اېف سي ځواکونه د سلېمانخېلو او اتمانزو جينکو های سکولونو کې مرکزونه جوړ کړي دي چې له وجې يې په زرګونو ماشومان له تعليمه بې برخې شوي.

نثار مومند وايي پوځ ته خالي ځايونه پاتې شول نو ځکه پکې مېشت شول. د هغه په وینا نوې شمېرې ښيي چې خیبر پښتونخوا د تعليم د شرحې په حساب تر ټولو صوبو وروسته پاتې ده.


نوموړي په دې اړه د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل: ''په دې سکولونو کې د دې سرتيرو د هستوګنې هېڅ جواز نشته. بس زور کوي. ټوپک ورسره دی. له هر چا سره چې ټوپک وي، هغه زورور وي. موږ څو ځله له انتظامي چارواکو سره یوځای ورغلو خو امنيتي ځواکونه په هېڅ عمل نه کوي. د يو قانون احترام هم نه ساتي.''

مشال راډيو ته رسېدلي د خیبر پښتونخوا حکومت اسناد ښيي چې دوی له ۲۰۱۶ کال راهيسې ايف سي ځواکونو ته څلور خطونه لېږلي او غوښتنه یې ترې کړې چې له سکولونو څخه ووځي. خو هغوی لاهم ځواب نه دی ورکړی.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د شمالي وزيرستان يو استازی، ميرکلام وزیر وايي پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په قبايلي سيمو کې د عملياتو په وخت په ښوونځيوو کې خپلې مورچې جوړې کړې چې ډېری يې لا هم نه دې پرېښې. هغه مشال راډيو ته وويل: ''دوی په سکولونو کې هم شته او د ځينو ځايي خلکو کورونه یې هم نيولي دي. په ځينو ځايونو کې دوی په سکولونو کې نشته خو دومره نیزدې يې ورته چاوڼۍ جوړې کړې چې ماشومان او استادان ورته له وېرې نه شي ورتللی.''

د پاکستان پوځ له خوا د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر ضد د ضرب عضب او راه نجات عملياتو پر مهال په لکونه خلک له قبايلي ضلعو کډه شول. په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مومندو استازی، نثار مومند وايي پوځ ته خالي ځايونه پاتې شول نو ځکه پکې مېشت شول. د هغه په وینا نوې شمېرې ښيي چې خیبر پښتونخوا د تعليم د شرحې په حساب تر ټولو صوبو وروسته پاتې ده.

ميرکلام وزیر وايي پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په قبايلي سيمو کې د عملياتو په وخت په ښوونځيوو کې خپلې مورچې جوړې کړې چې ډېری يې لا هم نه دې پرېښې.


هغه مشال راډيو ته وويل: ''پکار ده چې په بيړنۍ توګه پوځ سکولونه خالي کړي. زموږ په قبایلو کې د تعليم شرح بېخي خرابه ده او د پوځ دا کار يې نوره هم پسې خرابوي. دوی په ځينو ځايونو کې په هسپتالونه کې هم هستوګن دي.''

د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ هم دا مسله څو ځله یاده کړې ده او ويلي یې دي چې د جنورۍ په دولسمه په بنو کې کېدونکې جلسه کې به يې بيا راپورته کوي. په رسمي او کره توګه د ټولو هغو سکولونو شمېر نه دی معلوم چې د پاکستان امنيتي ځواکونه پکې مېشته شوي دي. پوځ په دې اړه څه نه وايي. البته د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د بحث په مهال، د اطلاعاتو صوبايي وزير شوکت يوسفزي په دې هکله وويل. ''په قبايلو کې جنګي حالت وو. خراب حالت وو. اوس د تعليم شرح ښه شوې ده. موږ دا دی معلومات لرو. که چا نه وي لوستي نو زه به يې ورته ولولم.''

شوکت يوسفزي تر دې وروسته د تعليم لپاره کړې د تحريک انصاف حکومت ژمنې تکرار کړې او ویې ويل چې د ټولو ادارو سره يوځای د مسايلو د حل کوښښ کوي. خو اپوزېشن ګوندونو د هغه د وینا پر مهال شور جوړ کړ او هغه یې د قانع کوونکو ځوابونو په نه ورکولو تورن کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG