د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د ایران کلتوري ځایونه نه په نښه کوو: ایسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، چې پوځونه به یې د ایران کلتوري ځایونه نه په نښه کوي.

تر دې وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرې د بریدونو ګواښ کړی و.

د جنورۍ پر شپږمه د کلتوري ځایونو په نښه کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ایسپر وویل،"موږ به د جنګي قوانین په نظر کې نیسو."

د ولسمشر ټرمپ هغه بیان چې ویلي یې ول د ایران کلتوري ځایونه په نښه کولای شي، په ایران او له دې وراخوا غبرګونونه راپارولي ول.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي ول داسې کړنې به جنګي جرم وي.

په ۱۹۵۴ز کال کې دي هېګ کنونشن کې کلتوري ځایونو د خوندیتوب او پر دې بریدونه جنګي جرم بلل شوی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې تېره اوونۍ د ایران پوځي کمانډر قاسم سلیماني په یو امریکایي برید کې ووژل شو.

د جنورۍ پر څلورمه ولسمشر ترمپ پر ټویټر ولیکل که تهران د سلیماني د وژنې د غچ اخیستنې هڅه وکړي نو ایران ته مهم د ایراني کلتور ځایونه یې هم په هغو ۵۲ اهدافو کې دي چې بریدونه به پرې وکړي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

جنوبي وزیرستان کې د یو ځايي مشر کورونه ړنګ کړل شوي

د جنوبي وزیرستان انګور اډه سیمه کې د ځليخېل وزیر قبایلو لښکر د یوه ځايي وګړي محمد رحمان درې کورونه ړنګ کړي دي.

محمد رحمان جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې دغه کورونه او ځمکه يې د پلار نیکه قبضه ده خو لښکر يې ترې د یو حکومتي ټرمینل لپاره اخېستل غواړي او دې يې ورکولو ته اماده نه دی.

نوموړی زیاتوي پوځ، امنیتي ادارې او انتظامیه ویني چې لښکریان له وسله سره راځي او کورونه ړنګوي خو پرضد يې اقدامات نه کوي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان پولیسو مشر شوکت علي مشال رادیو ته ویلي دا دوی قامي معامله ده او که چیرې محمد رحمان د دې پرضد پولیسو ته راپور ورکړي، نو پولیس به کاروايي کوي.

سره د دې چې قبایلي ضلعو ته د پاکستان عادي قانون غځول شوی دی، بیا هم د ځايي خلکو په وینا دغلته جرګې او قبایلي لښکرې فعالې دي او په خپله خوښې د خلکو معاملې فیصله کوي.

اوسنۍ وبا د نړۍ ۱۲۱ میلیونه وګړي وږي کولای شي

د ښارونو تړل کېدو د بېوزله کورنیو ماشومان سخت زیانمن کړي.(ارشیف)

د بې وزلۍ ضد نړیوال سازمان اکسفام په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د کوروناوایرس جهاني وبا په نتیجه کې د رامنځ ته شوي بحران ختمولو لپاره ګامونه واخلي.

نن (جولایي ۹) اکسفام په یوه راپور کې ویلي چې وبا په لویه کچه خلک بیروزګاره کړي، د خوړو او غلې پیداوار او وېش يې ګډوډ کړی او مرستې کمې شوي دي.

ادارې ویلي دا بحران کېدی شي سږ کال ۱۲۱ میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ کړي. په راپور کې ویره ښودل شوې چې له وایرسه به د ورځې په سر د مړو شمېره ۱۲۰۰۰ ته ورسي.

په راپور کې ۱۰ ځایونه په نښه کړل شوي چې د خوړو له سخت کړکېچ سره مخ دي او د وبا په نتیجه کې يې وضع لا په خرابېدو ده.

په دې کې یمن، کانګو، افغانستان، وینزویلا، مغربي افریقايي ساحل، ایتوپیا، جنوبي سوډان، شام او هیټي شامل دي.

د چین ـ امریکا اړیکو ته جدي چیلنجونه دي: وانګ

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي چې د چین او امریکا اړېکې له جدي چیلنجونو سره مخامخ شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ویبپاڼه نوموړي د جولای پر نهمه په یوه وینا کې زیاته کړې چې د چین په اړه د امریکا موجوده پالیسي په ستراتیجیکو بدګمانیو ولاړه ده چې ریښتیا کم لري او له جذباتو ډکه ده.

داسې ښکاري چې وانګ یي دا څرګندونې د اېف بي ای د مشر کرسټیفور رې د هغه بیان په ځواب کې کړي په کوم کې چې نوموړي ویلي وو چې د چین جاسوسي هلې ځلې د امریکا امنیت ته اوږد مهاله خطر دی.

د دواړو هېوادونو خپلمینځي اړېکې د چین په ووهان کې د کورونا وایرس د موندل کېدو وروسته لاندې تلې دي.

اړېکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې کله چې د روانې میاشت په پیل کې چین په هانګ کانګ کې د قامي سلامتۍ یو لانجمن قانون لاګو کړ.

کندهار کې موټر بم برید درې پولیس وال وژلي،۲۰ تنه ژوبل

د افغانستان د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یوې موټر بمې چاودنې نن سهار درې پولیسان وژلي او ۲۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

په ژوبل کسانو کې د یادې ولسوالۍ د پولسو مشر او ولسي کسان هم شامل دي.

د کندهار د والي ویاند احمد باهر احمدي ویلي چې په دغه بمي چاودنه کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د پولیسو مرکز او نېږدې انتظامي دفتر ودانیو ته هم تاوانونه رسېدلي.

احمدي دا هم ویلي بریدګر خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوی دی.

د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې خو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې طالب جنګیالي فعاله دي.

د طالبانو تاوتریخوالی د افغان سولې بهیر له خطر سره مخامخوي: غني

ولسمشر غني د جولای پر لومړۍ د امنیتي حالاتو ارزونې په موخه لوګر کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال. (ارشیف)

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د طالبانو له خوا په تشدد کې ډیروالي د سولې پروسه له جدي خطر سره مخ کړې ده.

د جولای پر شپږمه له طالبانو سره د متوقع خبرو په اړه نړیوالی ټولنې ته د مالوماتو ورکولو پر مهال نوموړي په یو انلاین کانفرانس کې وویل چې د سولې د خبرو لپاره تیارۍ نیول شوي دي، خو روان کال د تشدد کچه د پروسږ کال پرتله لوړه ده.

افغان ولسمشر زیاته کړه، که چیرې طالبان جګړی ته دوام ورکوي نو د افغانستان د سولې بهیر به له جدي چیلنجونو سره مخامخ شي.

طالبانو په افغانستان کې د یوشمېر بریدونو ذمه واري نه ده منلی خو دا مني چې په کلیوالو سیمو کې يې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړي دي.

بلخوا د جولای پر ۷مه په ننګرهار کې په یو ځانمرګي برید کې د پولیسو یو کماندان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

تراوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلی، خو په دغه سیمه کې طالبان او د داعش وسله وال فعالیتونه لري.

امریکا کې د کورونا وایرس پېښې بیا زیاتې شوې

د امریکا په بروکلېن کې د کورونا وایرس یو ناروغ روغتون ته وړل کېږي

په امریکا کې د ساري ناروغیو مخنیوي ادارې یوه مشر انتوني فاوسي د جولای پر شپږمه وویل، په ملک کې د کورونا وایرس حالت ښه نه دی.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په یاد هېواد کې د کورونا نوي کیسونه او د خلکو روغتون کې د داخلولو شمېره زیاته شوې ده.

په داسې حال کې چې په امریکا کې کورونا وایرس د درې میلیونو په شاوخوا کې خلک نیولي او د جولای تر شپږمې یې تر ۱۳۰ زرو زیات کسان وژلي، ولسمشر ټرمپ د اقتصادي فعالیتونو په بیا پیلولو زور راوړی.

له امریکا وروسته کورونا وایرس برازیل تر ټولو زیات ځپلی، هلته کورونا تر یو اعشاریه شپږ میلیونو زیات کسان نیولي او نږدې ۶۵ زره یې وژلي دي.

هند اوس د کورونا ځپلو په قطار کې په درېم نمبر دی، هلته تر دوشنبې نږدې ۷ لکه کسان کورونا نیولي او ۲۰ زره یې وژلي دي.

عمر داودزی د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی شو

محمد عمر داودزی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني محمد عمر داودزی د پاکستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

محمد عمر داودزي د جولای پر شپږمه پر ټویټر پاڼه د خپلې ګومارنې پخلی کړی دی.

نوموړی تر دې وړاندې په پاکستان او ایران کې د افغانستان سفیر هم پاته شوی دی.

دا له هغه څه موده وروسته ده چې پاکستان پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی وو.

پاکستان عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړه

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

پاکستان د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هغه هېواد ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.

دا خبره د ملي مصالحې عالي شورا په خپله فېس‌بوک پاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه بلنلیک پرون په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ښاغلي عبدالله ته وړاندې کړ.

د خبر له مخې عبدالله یکشنبه په سپېدار ماڼۍ کې په خپل دفتر کې له نصرالله خان سره وکتل او د سولې پر روان بهیر یې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې د پاکستان سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې جاري وساتي.

عبدالله ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.

پاکستان ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه کتل کېږي.

پاکستان: تېر شواروز د کورونا وایرس ۵۰ نور ناروغان مړه شوي

حیدر اباد: روغتیاپالي د کورونا وایرس ناروغي مالومولو لپاره له خلکو د خولې لنده بل/لوندوالی اخلي. ۲۰۲۰، ۲۳ جون

په پاکستان کې په تېر يوه شواروز کې ۵۰ کسان له کورنا وايرسه مړه شوي دي.

د دې هېواد روغتيا وزارت ويبپاڼې د جولايي پر شپږمه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې درې زره درې سوه ۴۴ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي چې ورسره د ناروغانو مجموعي شمېر شاوخوا دوه لاکه ۳۱ زره ته رسېدلی دی. خو حکومت وايي چې تر اوسه پورې تر يو لاکه ۳۱ زره زيات کسان رغېدلي هم دي.وايرس په پاکستان کې پهمجموعي توګه څلور زره اوه سوه ۶۲ کسان وژلي دي.

سرچينې: په اسټريا کې وژل شوی تن د چيچن مشر منتقد وو

مامېخن عمروف

سر چينې وايي هغه روسی پناه غوښتونکې چې د جولای په څلورمه د اسټریا سر ښار ویانا سره نیزدي وژل شوی، پخوانې چيچنایي بيلتون پال او د چيچنیاي مشر رمضان قديرووف منتقد وو.

بهر ميشته چيچنيانو کې یوې سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې وژل شوې ماميخن عمرووف د ویانا د انزور په نامه پيژندل کيدو. بلخوا اسټریايي چارواکو د هغه د شناخت په اړه صرف دومره ويلي چې یو ۴۳ کلن روسي پناه غوښتونکی له ویانا بهر د يو بازار د ګاډو د تم ځای سره ويشتل شوی دی.

د ابتدايي مالوماتو له مخه ماميخن په سر ويشتل شوی وو او د امبولانس د راتګ نه مخکې يې ساه ورکړې وه. له دې وژنې څو ساعته پس اسټریايي چارواکو د پيښې د ځايه ۲۰۰ کلوميټره لرې په لينځ ښار کې يو مشکوک کس نيولی او وايي چې روسي وګړی دی.

پوليس وايي د وژنې د سبب معلومولو لپاره يې پلټنې روانې دي.

په ویانا کې د روس سفارت يو ویاند، د روس سر کاري خبري اژانس تاس ته ويلي دي چې تر دا مهال دوی سره چا د دې پيښې په اړه رابطه نه ده کړې.

په نړۍ کې په کورونا وایرس د اختوو شمېر ۱۱.۲ ميليونو ته ورسېد

په ارمينيا کې ناوې او شاوو له کورونا وایرسه د بچ کېدو لپاره ماسکونه اغوستي

د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبليو ايچ او) د جولای پر څلورمه د کورونا وايرس وبا په پیښو کې د بېسارې اضافې راپور ورکړی چې په ټوله نړۍ کې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۲۳۲۶ کيسونه ريکارډ شوي دي.

په دې کې تر ټولو زياتې د مثبتو پېښو شمير په امريکا، برازیل او هند کې دي.

د کورونا وايرس له وجې د مړینې شمېر په ورځ کې شاوخوا 5،000 ده.

خو په برتانیا کې چارواکو د جولای پر څلورمه د رستورانتونو، سینما ګانو او د نورو ځايونو خلاصیدو ته هيله من دي. وزيراعظم بورس جانسن ويلي دي چې دا د خلکو ذمه واري جوړيږي چې قواعد عملي کړي.

د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي ويب سايټ ليکلي چې د جولای تر څلورمې پوې په ټوله نړۍ کې له يولسو ميليونو څخه زيات خلک پر کورونا وايرس اخته شوي، شپږ ميلونه ترې روغ شوي او له پنځه لاکه شپږويشت زرو زيات مړه شوي دي.

کابل کې "درې مهمې نړيوالې غونډې" کېدونکې دي

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، ګران هېواد

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې کابل به دا اونۍ د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په هدف د درې مهمو ناستو کوربه وي.

د وزارت ویاند ګران هېواد د جولای په څلورمه په يو بيان کې ویلي چې لومړۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ د شلو سیمه ییزو او لویو هېوادونو ترمنځ وي، دویمه به د سې شنبې په ورځ وي چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سټراټیژیک ډیالاګ ترنامه لاندې جوړېږي.

ده زياته کړه چې درېیمه ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې وي او هغه ستر هېوادونه به پکې برخه واخلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یې له افغانستان سره اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري کړي وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې چې د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.

د ترکي یو عدالت د بشري حقونو څلور غړیو ته د بند سزا اورولې

د بشري حقونو څلور فعالانو ته له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو په تور د بند سزا.

د ترکي په استنبول کې یو عدالت د بشري حقونو څلور فعالانو ته له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو په تور د بند سزا اورولې ده.

په دوی کې دوه په ترکیه کې د بخښنې نړیوال سازمان پخواني مشران (ډایریکټران) هم دي.

دغه فعالانو ته له دوه کاله تر اووه کاله د بند سزاګانې اورول شوي دي.

عدالت اووه نور فعالان له تورونو بري کړي هم دي.

د حقونو دفاع کوونکیو دا په ترکیه کې د بشري حقونو لپاره یوه ضربه بللې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان استازي انډریوګارډنر د جولای پر درېیمه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې په همکارانو يې بېځایه تورونه پورې کړل شوي دي او درې کاله د مقدمې چلولو وروسته يې هم په اړه ثبوتونه نه دې وړاندې کړی.

امریکا د یو "نوي کیڼ لاسي فاشزم" تر یرغل لاندې ده: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکا د یو "نوي کیڼ لاسي فاشزم" تر یرغل لاندې ده.

نوموړي جولای پر درېیمه په واشنګټن کې د امریکا د ازادۍ ورځې په تړاو یوې ولسي غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې دا کیڼ لاسې فاشزم د امریکايي تاریخ او قدرونو پرضد په "زورواکه رویه" کې ککړ دی.

ټرمپ په خپله وږده وینا کې د هغه قهرجنو مظاهره چیانو غندنه وکړه چې په بېلا بېلو ښارونو کې يې ځینې یادګارونه او مجسمې رانړولې وې.

دا غونډه پر داسې مهال جوړه شوې وه چې په امریکا کې د کورونا وایرس له کبله د مړ شویو شمېر تر ۱۲۵۰۰۰ واوښتو.

په دې غونډه کې د وایرس مخنیوي لپار د ولسي واټن اصول نه وه عملي شوی او ډېرو ګډونوالو يې ماسکونه هم نه وو اچولی.

په پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۲۲۵،۲۸۳ ته ورسېد

په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن وینه اخلي.

په پاکستان کې تر دې دمه ( د جولای څلورمې) په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۲۵،۲۸۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۴،۶۱۹ کسان مړه شوي خو تر ۱۲۵،۰۰۰ زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په يوشمېر سيمو کې نرم ټولبند عملي کړی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر يو کروړ ۱۱ لکه ۹۸ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر پنځه لکه ۲۹ زره زيات ورڅخه مړه شوي او تر ۶۳ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

جنوبي وزیرستان کې د یو ځايي مشر په ګډون څلور کسان وژل شوي

په جنوبي وزیرستان کې د ناپیژندل شویو وسله والو په برید کې د یو قبایلي مشر په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په واڼه بیرمل سیمه کې د جولای پر درېیمه سهار رامنځ ته شوې ده.

د واڼه تاڼې یو چارواکي اصغر وزیر له پېښې وروسته مشال راډیو ته ویلي چې قبایلي مشر سرمست خان له خپلو ملګرو سره په ګاډي کې روان و چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

په برید کې یو ځايي وګړی ټپي شوی هم دی.

تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

په جنوبي وزیرستان کې د سیاسي ګوندونو د اتحادیې مشرانو پېښه غندلې ده او له حکومته يې د امنیت پرځای کولو غوښتنه کړې ده.

په پکتیا او پکتیکا کې شپږ ماین ښخوونکي وژل شوي

شپږ ماين خښوونکي په پکتيا او پکتيکا کې ووژل شول

افغان چارواکي وايي، د جولايي د درېیمې په شپه د پکتیا په احمد خېلو او د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې په ماین ښخوونکو پسې خپلو ماینونو چاودنې کړې چې شپږ پکې وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

په پکتیا کې د تندر قول اردو د رسنیو دفتر مشر جګړن ایمل خان مومند د جولایي پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په دې کسانو پسې د ماین ښخولو پر مهال خپل ماینونه چاودلي دي.

نوموړي‌ وویل چې څلور ماین ښخوونکي د پکتیا د احمد خېلو ولسوالۍ د غونځي په سیمه کې او دوه د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ د لويې کلا په سیمه کې وژل شوي دي.

ایمل خان مومند وايي چې دې کسانو د لویو لارو په اوږدو کې ماینونه ښخول او د ده په وینا، چې د دا ډول ماینونو په چاودنو کې ډېری وخت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

پنجاب: د ټرېن او بس ټکر ۱۵ سېک زیارتیان وژلي ګڼ ژوبل

سیکان د نړۍ له ګوټ ګوټه د پاکستاني پنحاب په کرتارپور کې د ګورو نانک دربار زیارت ته ځي

د پاکستان د پنجاب په شیخو پوره کې د کوسټر او ریل ګاډي د ټکر په نتیجه کې ۱۵ سېک زیارتیان وژل شوي او نور ۱۰ ژوبل دي.

پاکستان سرکاري راډیو وايي، په دې ګاډي کې د ننکانه صاحب ستنېدونکي سېک زیارتیان سواره وو چې د جولای پر درېیمه د ساچا سودا سیمه کې د یو ریل ګاډي سره وجنګېده.

د ریلوی وزارت په یو بیان کې ویلي چې د ریسکیو ۱۱۲۲ عمله د پېښې ځای ته رسېدلې او مړي او ژوبل شوي کسان روغتون ته انتقالوي.

وزیر اعظم عمران خان په پېښه د خپل خپګان څرګندونه کړی او د ریلوي وزیر شیخ رشید احمد ویلي، د پلټنو وروسته به د پېښې ذمه وارو کسانو ته سزا ورکوي.

د امریکا کانګرس پر چین د هانګ کانګ په تړاو بندیزونه منظور کړل

د امریکا د کانګرس یوه څنډه

د چین لخوا په هانګ کانګ کې د یوه نوي ملي امنیت قانون لاګو کولو وروسته د امریکا کانګریس د هانګ کانګ په اړه د نوی بندیزونو منظوري ورکړې.

په نړۍ کې د چین په دغه نوي قانون تنقید روان دی.

د امریکا سېنېټ د جولاۍ پر دویمه په یوه خوله د هانګ کانګ د خپلواکۍ ایکټ ملاتړ وښود.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا استازو جرګې هم د قانوني مسودې حمایت کړې و.

دغه مسوده ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د دستخط لپاره ولېږل شوه.

د قانوني مسودې له مخه به هغو بانکونو ته سزا ورکول کېږي چې د نوي قانون عملي کوونکو چینايي چارواکو سره کاروبار کوي.

د دې ترڅنګ دا بل د چین د کمیونسټ ګوند هغه چارواکي هم په نښه کوي چې د ملي امنیت قانون عملي کوي او د پولیسو هغه یونټې هم هدف ګرځوي چې د هانګ کانګ پر مظاهره کوونکو یې بریدونه کړي.

برتانیې په ۱۹۹۷ز کال کې هانګ کانګ چین ته وسپارلو چې پکې د راتلونکو ۵۰ کلونو لپاره د ځینو ازادیو ضمانت ورکړل شوی و.

تنقید کوونکي دغه نوی قانون د دغو ازادیو ضد بولي.

روس دې په ټولپوښتنه کې د ګډوډیو پلټنې وکړي: اروپايي ټولنه

بروکسل کې د اروپايي ټولنې دفتر

اروپايي ټولنې پر روس غږ کړی چې پر اييني اصلاحاتو د ولسي رایو په پروسه کې د ګډوډۍ په اړه د راپورونو پلټنې وکړي.

په دغو غیر پابنده، ملي رایو سره ولسمشر ولادمیر پوتین لپاره دا امکان پیدا کېدای شي چې تر ۲۰۳۶ز کال پورې په واک کې پاتې شي.

د روس ولسمشر دفتر د جولای پر دوهمه په واضحه اکثریت سره د بریا هرکلی وکړ.

د رایو ۷۸ فیصده برخې په ایین کې تر ۲۰۰ زیاتو بدلونونو د پیکیج ملاتړ کړی چې کریملین، په ولسمشر ولادمیر پوتین د باور کامیاب ریفرینډم ګرځولې.

خو بیا په ځینو پولنګ مرکزونو کې د بدانتظامۍ په ګډون د فعالانو او خبریالانو ځورونې رپورټونو پس په ۲۷ هیوادونو مشتملې اروپايي اتحادیې د سمدستي پلټنو غږ کړې.

له چین سره ترینګلتیا کې هند له روسه ۳۳ روسۍ جنګي الوتکې اخلي

هند له روسه ۳۳ روسي جنګي جازونه اخلي او غواړي چې ۵۹ معیار لوړ کړي. (ارشیف)

هند له چین سره د شته کشالې په منځ کې له روس سره د ۲.۴ بیلیونو ډالرو په ارښت د ۳۳ جنګي الوتکې اخېستو او ۵۹ نورو اوچتولو (جدیدولو) سودا کړې ده.

د هند دفاع وزارت د جولای پر دوهمه اعلان وکړ چې له روسه ۲۱ اېم ای جي MIG – ۲۹ الوتکې اخلي او وار له مخه شته ۵۹ جنګي الوتکو معیار لوړوي.

حکومت د ۱۲ روسي سو -۳۰ الوتکو د اخیستو منظوري هم ورکړی چې د هند ایروناټکس لمیټډ تر لاینسس لاندې به جوړېږي.

د دفاع وزارت په بیان کې وویل چې د الوتکواخیستل او جدید میزایلي نظام جوړول په هند کې جوړ کړۍ تر نوښت لاندې کېږي.

په بیان کې یې مقصد د ځواکونو قوي کول او د پولو ساتنه ښودل شوې.

دغه اعلان د هند وزیر اعظم نرېندر مودي او د روس د ولسمشر ولادمیر پوتین ترمنځ د ټېلېفوني خبرو اترو وروسته وشو.

ډیلی او مسکو د سړې جګړې مهال مهال ملګري ول او د هند ډېری وسله د روسي ساخت ده.

هند خپله پوځي پیاوړتیا په داسې حال کې لاپسې زیاتوي چې له چین سره په همالیه کې د یوې لانجمنې پولې په نښته کې یې ۲۰ سرتېري ووژل شول.

جلال اباد کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي

د افغانستان د ننګرهار چارواکي وایي چې نن[ د جولای پر لومړۍ نېټه] له غرمې وروسته د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند پښتونستان واټ کې د سرخرود ولسوالۍ جنایي امر هجرت موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې هجرت او د هغه زوی په کې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپیان پر وخت روغتون ته لیږدول شوي او زیاتوي چې د جنایي امر هجرت روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې مسوولیت لا چا نه دی منلی.

سپینه ماڼۍ: که پر روسیې تورونه کره شول سخت ځواب به ورکړي

ارشیف، سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ اوبراین وایي، که چېرته دا راپورونه تأیید شي چې روسیې طالبانو ته د دې لپاره انعامونه ورکړي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او د هغوی متحدان ووژني، متحده ایالات به سخت ځواب ورکړي.

ښاغلي اوبراین دا خبره پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وکړه، خو په دې اړه‌یې نور تفصیل ورنه‌کړ.

تر دې مخکې پرون په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د همدې موضوع په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "کله چې موږ داسې کره معلومات ترلاسه کړو چې روسان د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي، نو موږ به په جدي توګه ځواب ورکړو. لکه تاسو چې وویل، موږ به خبرداری ورکوو؟ موږ به خبرې ورسره کوو؟ زه فکر کوم چې ځواب به خامخا وي او ورکوو به‌یې."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره جمعه راپور ورکړ چې د روسې پوځي استخباراتو د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي او دا راپور د فبرورۍ په میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره شریک شوی دی، تر دې راوروسته ښاغلی ټرمپ تر فشار لاندې راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند، اوبراین وویل چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یوې غړې ولسمشر ټرمپ ته په دې اړه شفاهي خبره کړې وه او په لیکلې بڼه‌یې څه نه‌و وړاندې کړي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د روسیې سفارت دا راپورونه رد کړي او طالبانو هم ویلي دي چې دوی له روسیې انعامونه نه‌دي ترلاسه کړي.

سږ کال په کونړ کې د هندواڼو پالېزونو بر ډېر زیات شوی

ارشیف

د افغانستان د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي.

د کونړ کرنې رئیس نجیب ‌الله عادل د جولای پر لوموړۍ نېڼه مشال راډیو ته وویل:

"سږ کال په کونړ کې پر نېږدې زر جریبه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي چې حاصلات ‌یې له ۱۰ تر ۱۲ زره ټنو ته رسېږي او مجموع عواید یې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل کېږي."

د چارواکو په وینا کونړ ته د کرنې نوي ماشین الات وارد شوي او په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده چې د نارنج، مالټې او لیمو ترڅنګ په میلیونونو افغانۍ د چهارمغزو او شفالتو پر باغونو پانګونه شوې ده.

میرلي: د ځمکې پر سر تر نښتې وروسته اوربند شوی

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د دوو قبیلو ترمنځ تر دوه ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دی.

د ځايي ولس او چارواکو په وینا، د جون پر ۳۰مه د ځمکې لانجې پر سر د اېپي او مديخېلو ترمنځ نښته پیل شوه چې پکې دوه کسان ووژل او یو شمېر ژوبل شول.

هلته د شمالي وزیرستان اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې له انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې په سیمه کې د امنیت بحالۍ اقدامات وکړي.

دوی د جولای پر لومړۍ نېټه وویل، په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پرضد تر پوځي عملیاتو وروسته چارواکو له خلکو څخه وسلې ټولې کړې چې ورسره امنیتي حالات نسبتاً ښه شول خو اوس بیا قبیلو وسلې ترلاسه کړې دي او جنګېږي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، هېچا ته د قانون سرغړونې اجازه نه ورکوي او ژر به له خلکو څخه د وسلو ټولول پیل کړي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG