د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

سپينې ماڼۍ کانګرس ته د تېرې جمعې د برید په اړه رسمي اطلاع لېږلې

د سپینې ماڼۍ ودانۍ

سپينې ماڼۍ کانګرس ته د تېرې جمعې د بې پېلوته الوتکې د حملې په اړه رسمي اطلاع لېږلې ده.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر په هغه حمله کې د ايران د قدس ځواک قوماندان قاسم سليماني، چې هغه شېبه په عراق کې په سفر کې و ووژل شو.

دغه اطلاع پرون امريکا د ١٩٧٣میلادي کال د جنګي د قدرتونو د قانون له مخې لېږل شوې ده.

دغه قانون له جمهوري رياست څخه غواړي چې د پوځي اقدام يا هم نورو راروانو اقداماتو په صورت کې په ٤٨ ساعتونو کې دننه د کانګرس پوځي کمېټې ته احوال ورکړي.

سپينې ماڼۍ د دې موضوع په اړه له تبصرې ډډه کړې.

زياتو جمهوريت غوښتونکو ولسمشر ټرمپ د حملې د امر ورکولو له کبله ستايلى خو ګڼو ډيموکراټانو د ولسمشر ټرمپ پر دغه کار انتقاد کړى، چې نه دى توانېدلى تر حملې مخکې کانګرس ته اطلاع ورکړي يا يې تصويب واخلي.

دوى اندېښنه ښوولې، چې دا موضوع ښايي د امريکا متحد ايالتونه له ايران سره په جګړه واړوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

'که ټرمپ سزا نه شي راتلونکې ولسمشران به هم داسې کار کوي'

د امریکا سنا غونډه

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر مواخذې منتظم د ډیموکرېټ ګوند غړي اډم شېف خبرداری ورکړی که ولسمشر ډانالډ ټرمپ مجرم ونه ګرځول شو نو راتلونکي ولسمشران به هم داسې کار کوي چې ګني دوی هم له قانونه بره دي.

د جنورۍ پر ۲۲مه په سېنېټ کې د مواخذې مقدمې په پېل کې سېنېټر شېف وویل:

"د ولسمشر خپلو اختیاراتو د ناسم استعمال او د کانګرس په چارو کې خنډ اچول به د حکومتي څانګو په واک اختیار کې توازن په مستقله توګه ختم کړي. او له دې سره به راتلونکي ولسمشران هم د کانګرس نګرانۍ بغېر او له قانون ماوره کارونه کوي."

کله چې سېنېټر شېف خبرې کولې نو ولسمشر ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې ولیکل چې دی وم دباو نه احساسوي.

د استازو جرګې څارنوال د تر دریو ورځو پورې ۲۴ ساعته وخت لري چې د دغه مهمې مقدمې لپاره خپل کېس تیار کړي چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د بدعنوانۍ او لوړو جرمونو پر کولو هغه د خپلې څوکۍ نه لرې کړل شي. او هم دومره وخت د ولسمشر ټرمپ قانوني ډله لري چې د دغه مقدمې د اصولو مطابق خپل دلایل وړاندې کړي.

امریکا کې د ټرمپ مواخذې په اړه رای ورکول کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمب

ټاکل شوې ده چې د امریکا استازو جرګې څارنوالان د جنورۍ پر۲۲مه په سېنېټ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذې په اړه په تاریخي مقدمه کې خپل لومړني دلایل وړاندې کوي.

د سېنېټ د قوانینو ترمخه دوی او د ولسمشر قانوني سلاکار په درېوو ورځو کې ۲۴ ساعته وخت لري چې خپل دلیلونه وړاندې کړي.

ولسمشر ټرمپ د ډیموکراټ ګوند په اکثریت د استازیو جرګې له خوا د ده پرضد د مواخذې پلټنې او اورېدنه جعلي بللې ده.

د ابتدايي دلایلو وروسته سېنېټران ۱۶ ساعته وخت لري چې خپل لیکلې پوښتنې چیمبر ته وړاندې کړي.

له دې وروسته به د استازو جرګې لخوا د مقدمې منتظمین او د ولسمشر وکیلانو ته د خپلو دلیلونو وړاندې کولو لپاره دوه ساعته ورکول کېږي.

ایران پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغولي ول

په ايران کې د ویشتل شوې اوکراينۍ الوتکې ملبه: ۲۰۲۰، ۰۸ جنورۍ

د ایران هوايي چلند ادارې پخلی وکړ چې پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغول شوي ول.

الوتکه د جنورۍ پر اتمه له تهران هوایي اډې څخه د کیف پر لور له الوت وروسته ویشتل شوې او پکې ناست ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

ایرانيو چارواکو د الوتکې د غورځیدو په اړه په دوهم ابتدایي راپور کې ویلي، ''پلټونکو موندلې چې پر الوتکه دوه ټورـ ایم یو توغندي ویشتل شوي''.

ایرانیو چارواکو ویلي په عراق کې پر امریکایی اډو د میزایل حملو وروسته هوایي دفاعي ځواک د تیارسۍ په حال کې و او په غیر ارادي توګه یې د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه ویشتلې ده.

کاناډا، اوکراین او نورو هغو هېوادونو چې وګړي یې په هغه الوتکه کې سپاره ول له ایرانه یې غوښتنه کړې چې د پرواز لازمي مالومات او غږ ثبتونکې الې د پلټنو لپاره بهر هېوادونو ته واستوي.

ډېوس کې به ولسمشر غني پر سوله او اقتصادي ودې وغږېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سویس ته د سفر پر مهال

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د سویس په ډېوس ښار کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان سولې پر هڅو او د هېواد اقتصادي پرمختګ په باب وغږېږي.

ولسمشر غني په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون په مقصد نن د سویس د داووس ښار پر لور وخوځېد.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي دي چې وايي، ولسمشر غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.

ایران ته په جاسوسۍ تورن د افغانستان یو کس جرمني کې عدالت ته حاضر شو

د جرمني ملي جنډۍ

د افغانستان یو وګړی چې د جرمني له پوځ سره‌ یې ترجماني کار کاوه، په دوشنبه ایران ته د جاسوسۍ په تور د جرمني په یوه عدالت کې حاضر شو.

"عبدال س" چې ۵۱ کاله عمر لري، د دوشنبې په ورځ د خیانت او د دولتي اسرارو څخه د سرغړاوي په ۱۸ مواردو تورن شو.

دا کس د ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ میاشت کې له خپلې ۴۰ کلنې مېرمنې "اسیه س" سره یوځای نیول شوی وو.

"عبدال س" تورن دی چې د ۶۰ زرو یورو په بدل کې یې د باروتو چاودېدنکو موادو په شمول، د جرمني د پوځ اسرار د ایران له استخباراتو سره شریک کړي دي.

که نوموړی مجرم وبلل شي، په ۱۵ کاله زندان محکومېږي. د "عبدال س" پر مېرمن که جرم ثابت شي، ښايي د ۱۱ کلونو په مخه زندان ته واستول شي.

تر اوسه پورې دې ښځې او خاوند د هغو تورونو په اړه چې پرې لګېدلي څه نه‌دي ویلي.

خوست کې چادونه، درې تنه ژوبل

خوست کې د ۲۰مې جنورۍ (۲۰۲۰) چاودنې ځای

نن سهار نږدې نهه بجې د خوست جرګو تالار ته نږدې بمي چاودنه شوې، چې ۳ ملکیان په کې ټپیان شوي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، چاودنه ملکي وګړو باندې شوې او د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې د یو تن روغتیايي حالت نازک دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند دا هم وویل، چې ماین په پیاده رو کې تر یوې ونې لاندې اېښودل شوی وو.

تر اوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

یاده دې وي، چې دې ځای ته نږدې مخکې هم څو ځله بمي چاودنې شوې دي.

اوس هم د اټومي تړون درناوی کوو: ایران

د ایران ملي جنډۍ

ايران ويلي، سربېره پر دې چې له نړيوالو طاقتونو سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوي جوهري تړون له ژمنو پر شا شوی دی خو اوس هم د دې تاريخي موافقې درناوی کوي.

دا خبره د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه نن د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي د خبرې غونډې پر مهال کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې هېواد يې اوس هم د تړون برخه دی او دده په خبره چې د اروپايي طاقتونو دا ادعا بې ځایه ده چې ايران له تړونه سرغړونه کوي.

تهران د روانې مياشتې په پیل کې ويلي وو چې ځان په داسې حال کې موافقې ته نور ځان تړلی نه ګڼي چې امريکا په ۲۰۱۸م کال کې ورڅخه وتلې او پر تهران يې له سره سخت معاشي بنديزونه لګوي دي.

ايران ورو ورو په تړون کې له شوو ژمنو پر شا کېږي.

جرمني، فرانس او بريتانيا د مياشتې په پیل کې ويلي وو چې دوی د شخړې هواري په اړه په تړون کې پر ليکل شوې برخه عمل پیل کړی دی. دې ته پراخ بسنټه مشترکه اېکشن پلان (جې سي پي او اې) ويل کيږې چې پکې هغه مېکنزم ليکل شوی چې که څوک د تړون له ژمنو سرغړونه کوي نو ورسره به څه برخورد کېږي

په هانګ کانګ کې د چین ضد بیا مظاهرې شوي

د ارشیف انځور

په هانګ کانګ کې د جنورۍ پر ۱۹مه هم په زرګونو خلکو د احتجاج پر مهال د چین له کمونېسټ ګوند څخه د پرېکون غږ کړی او د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه یې کړې ده.

په احتجاج کې ځینو کسانو تورې جامې اغوستې وې، مخونه یې پټ کړي وو او په لاسونو کې یې داسې کارډونه اخیستي وو چې د هانګ کانګ د ازادۍ شعارونه پرې لیکل شوي ول.

د احتجاج ځینو ګډونوالو بیا د امریکا او بریتانیا بېرغونه هم راخیستي ول.

په هانګ کانګ کې د ۲۰۱۹ کال په اوړي کې له هغې وروسته پراخ احتجاجونه پیل شول چې چین د ملزمانو د لېږد لپاره قانون وړاندې کړ.

چین له هغې وروسته احتجاج کوونکي "ترهګر" وبلل او د هغوی پرضد یې چاپې پیل کړې او د هغوي لپاره یې سختې سزا ګانې وټاکلې.

ایران وايي د ایټمي انرژۍ نړېوالې ادارې سره پر همکارۍ له سره غور کوي

د ایراني پارلېمان سپیکر علي لاريجاني

د ایراني پارلېمان سپیکر علي لاريجاني ویلي، که اروپايي هیوادونو د ایټمي تړون په اړه ورسره بې انصافي وکړه نو د ایټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره پر همکارۍ به له سره جدي غور وکړي.

د ایران حکومتي تلویزون دا خبر د جنورۍ پر ۱۹مه د پارلېمان د مشر علي لاریجاني له خولې ورکړی دی.

نوموړي ویلي کوم څه چې درو اروپايي هیوادونو د ایران د ایټمي مسلې په اړه کړي هغه بدقسمتي ده.

دا له هغه وروسته ده چې جرمني، برتانیې او فرانسې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ایټمي موافقې د سرغړونو له کبله د لانجو د هواري کړنلار عملي کوي.

ايران د ویشتلې الوتکې بلېک بکس اوکراين ته سپاري

غورځېدلې اوکراينۍ الوتکه

دایران حکومت ومنله چې د اوکراینۍ الوتکې تور ډبی (بلېک بکس) به د اوکراین حکومت ته وسپاري.

په دې اړه د تحقیقاتو لپاره د ایران ملکي هوايي چلند د ‌ډلې مشر حسن رضايي فر د جنورۍ په ۱۸مه، سرکاري خبري اژانس، تسنیم ته ويلي دوی په دې ډبه کې د ثبت شوو معلوماتو د څېړنې ټکنالوژي نه لري نو ځکه یې اوکراين ته سپاري.

ايران په لومړي سر کې نه منله خو وروسته یې تاييد کړه چې د جنورۍ په اتمه په تهران کې د اوکراين يوه الوتکه د دوی له پوځ څخه په غلطۍ کې ويشتل شوي چې سپاره ټول ۱۷۶ کسان پکې وژل شوي دي. په وژل شوو کې افغانان، کاناډايان، ايرانيان، اوکرانيان او د ځينو نورو هېوادونو وګړي شامل دي.

جرمني: د ليبيا د شخړې حل لپاره غونډه کېږي

د طرابلس سره نيزدي سوځېدلی ټېنک

نن په جرمني کې د لسو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي د لیبيا کورنۍ جګړې پر حل خبرې لري. د امريکې، روس، برتانیې، ترکيې، مصر، متحده عرب امارات، الجیريا، اټلي، فرانس او چين ولسمشران یا استازي به په دې غونډه کې برخه اخلي.

په لیبيا کې ترکيه او قطر د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي طرابلس حکومت سره ولاړ دي خو روس، مصر او متحده عرب امارات د زورواکي خلیف حفتر ملګری دی. ملګرو ملتونو پر ترکيې او روس نيوکې کړي چې په لیبيا کې يې د خپلې خوښې خلکو ته په وسلو ورکولو سره هلته تشدد زيات کړی دی.

افغان ځواکونو په هوايي برید کې د اتو طالبانو وژلو ادعا کړې

د افغان ځواکونو هوايي ځواک

افغان چاراکي وايي، په هلمند او بلخ کې د عملیاتو پرمهال اته طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې په نهر سراج ولسوالۍ کې هوايي حمله شوې او شپږ طالبان يې وژلي.

اعلامیه لیکي چې د دغو عملیاتو پر مهال له طالبانو یې د وسلو یوه ډیپو او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې د چاربولک ولسوالۍ په رحمت اباد او نوارید کلیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د خبرپاڼې په وینا په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بویینګ شرکت په ۷۳۷ مېکس الوتکو کې یوه بله ستونزه پیدا کړې

بوينک ۷۳۷ الوتکه (ارشېف)

د امریکا الوتکه جوړوونکي شرکت بویینګ ویلي، د ۷۳۷ میکس الوتکو په سافټ ویر کې یې یوه نوې ستونزه کشف کړې ده.

دا ډول الوتکې چې د تخنیکي مشکلاتو له وجې وار د مخې ښکته کړل شوې دې، شرکت یې د بیا الوتنو لپاره په تخنیکي هلو ځلو بوخت دی.

بویینګ شرکت د جنورۍ پر ۱۷مه وویل، هغوی د هوانوردۍ فیډرالي ادارې ته د نوې مسلې په اړه معلومات ورکړي دي.

یو کارپوه ویلي، دا مسله د سافټ ویر په هغه برخه کې مخې ته راغلې کومه چې د دې خبرې پخلی کوي چې ایا په الوتکه کې د کلیدي سیسټمونو څارونکی سیسټم په سمه توګه کار کوي کنه؟

بویینګ شرکت وروسته له هغې په مسلو کې راګېر شو چې تېر کال یې په اندونیزیا او ایتوپیا کې دوه ۷۳۷ میکس الوتکې پرېوتلې.

په هغو پېښو کې ۳۴۶ کسان وژل شوي ول.

دغو پېښو په نړۍ کې چارواکي اړوېستل چې دغه ماډل الوتکې ښکته کړي.

ایران دې د کاناډا د ۵۷ وژل شوو کسانو له کورنیو سره مرسته وکړي: وزیراعظم ټروډو

د کاناډا وزير اعظم جسټن ټروډو

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي، د هغه حکومت د ایران لخوا د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکه کې وژلو شویو ۵۷ کاناډايي شهریت لرونکیو او ۲۹ نورو دایمي ویزو درلودونکیو، کورنیو ته چټکې مرستې وکړي.

د کاناډا وزیر اعظم وویل، که څه هم حکومت به یې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره کاناډايي ډالره چې د ۱۹ زرو امریکايي ډالرو برابرې دي، ورکوي خو هغوی بیا هم دا تمه لري چې ایران به هم د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره مرستې وکړي.

جسټن ټروډو وايي، چټکې مرستې خلکو سره د تدفین، ایران ته د سفر او د نورو لګښتونو په ګاللو کې مرسته وکړي.

د جنورۍ پر اتمه د الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۵۷ کاناډایان هم شامل وو.

د کوټې اوسېدونکي وايي حکومت دې ژر تر ژره د ګېس کمی پوره کړي

د کوټې اوسېدونکي ګېس غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د بلوچستان صوبې د اسمبلۍ د کوټې ضلعې غړو د جنورۍ پر ۱۸مه د ډپټي کمېشنر په دفتر کې د یوې غونډې پر مهال حکومت ته دړکه وکړه چې که د ګېسو د لوډشیډنګ او کم فشار مسله یې حل نه کړه نو د اسمبلۍ مخې ته به د احتجاج په ډول پرلت وغځوي.

له کوټې ضلعې سره تړاو لرونکي د بلوچستان اسمبلۍ غړي وايي، حکومت ته د جنورۍ تر ۱۹مې وخت ورکوي چې د خلکو ستونزه دې هواره کړي کنه نو هغوی به د اسمبلۍ په مخکې احتجاجي ناسته پیل کړي.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواني وايي، د بلوچستان وزیراعلا جام کمال په دې اړه د پاکستان وزیر اعظم عمران خان سره خبرې کړي او هغوی تمه لري چې دا ستونزه به زر هواره شي.

شمالي وزیرستان کې دوه قبایلي مشران وژل شوي

د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان چارواکو د جنورۍ پر ۱۸مه وویل چې تېر ماښام په داتاخېلو تحصیل کې په یو وسله وال برید کې دوه قبایلي مشران وژل شوي دي.

دا دوه ملکان ملک ذکاالله او ملک خان ولي نومېږي.

پولیس وايي، له برید وروسته وسله وال تښتېدلي خو دوی د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د خپل نوعیت دا لومړی برید دی او چارواکي وايي، تېرکال د هدفي وژنو له۵۰ زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.

د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شوې دي

د امریکا او طالبانو د خبرو پخوانۍ خبرې اترې

د جنورۍ پر ۱۸مه د قطر په مرکز دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د افغانستان د سولې اړوند خبرې یو وارې بیا روانې دي.

دا خبره د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر۱۸مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د سولې تړون او اوربند ته نېږدې شوي،

نوموړي دا خبره نه رد کړه او نه یې هم تایید کړه البته ویې ویل چې په نننیو خبرو کې به په دې اړه هم دواړه خواوې بحثونه وکړي.

امریکايي او طالب استازو تر دې وړاندې هم د خبرو څو پړاوونه په دوحه کې ترسره کړي دي خو تر دې دمه په افغانستان کې دایمي اوربند یا سولې ته لاره هواره شوې نه ده.

د اوکراینۍ الوتکې اغېزمنو کورنیو ته د معاوضې غوښتنه

ایران: د اوکراینۍ الوتکې ملبه

اوکراین، کاناډا، فرانس، سویډن، جرمني، برتیانیا او ایران ته ویلي چې په تهران کې د جنورۍ پر ۸ مه د اوکراینۍ الوتکې د پلټنو لپاره کارپوهان وګوماري.

د اوکراین لوی څارنوال د جنورۍ پر ۱۶ مه په یوه بیان کې وویل، دغه خواست يې په لندن کې هم په دغه ورځ د پنځو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې پس لېږلی دی.

دا بیان پر داسې مهال مخې ته راغلی چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانسوا پیلیپ شمپین په پنجشنبه/زیارت په لندن کې وویل افغانستان، برتیانیا، سویډین، کاناډا او اوکراین له تهرانه د وژل شویو کسانو کورنیو ته د معاوضې ورکولو غوښتنه کوي.

په هغه پېښه کې په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ کسان وژل شوي ول. ایراني ځواکونه وايي الوتکه ترې په تېروتنه ویشتل شوې وه. د ایران ولسمشر حسن روحاني په دغه اړه د پلټنو ژمنه کړې ده.

ایرانیان دې یو موټي شي: روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني

په داسې حال کې چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د رانسکورولو په پېښه قهرجنې مظاهرې دوام لري د ایران ولسمشر حسن روحاني پر ولس د یووالي غږ کړی دی.

د جنورۍ پر ۱۷مه اته کاله وروسته په تهران کې د جمعې مانځه غونډې ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې د الوتکې رانسکورول یوه بده پېښه وه چې د هغوی زړه يې سیځلې دی خو باید دا پېښه د ایراني کماندان قاسم سلیماني وژنه له پامه ونه وغورځوي.

روحاني وویل، "د ایران دښمنانان د دغه هېواد حکومت او ځواکونه د پوښتنې لاندې راوستل غواړي او د دغې کار لپاره د الوتکې د راپریوتو د پېښې ګټه پورته کوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د رانسکورلو په پېښه قهرجنې مظاهرې روانې دي او په حکومت انتقادونه کېږي.

ایمنسټي انټرنیشنل د مظاهرچیانو د منتشر کولو لپاره د ایراني ځواکونو لخوا د تشدد په کارولو نیوکې کړي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د الوتکې د رانسکوریدو په اړه د پلټنو او ذمه وارو ته د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

پامپېو د لیبیا شخړې هواري لپاره د جرمني په سفر دی

د لیبیا په نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال وژل شوي

ټاکل شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو روانه اوونۍ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۶مه وویل چې پامپیو د جنورۍ پر ۱۸مه برلېن ته روانېږي او د اتوار پر ورځ به د ملګرو ملتونو له خوا د لیبیا په اړه په غونډه کې ګډون وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې په طرابلس کې د نړیوالو له خوا د رسما پېژندل شوي حکومت مشر فایز السراج په کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه، د حکومت مخالف ځواکمن پوځي قوماندان خلیفه حفتار هم د جنورۍ پر ۱۶مه په اصولو کې موافقه وکړه چې پکې به ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پر پلازمېنه طرابلس د جنرال حفتر د ځواکونو د حملو تر پیلېدو نهه میاشتې وروسته نړیوالو ځواکمنو هېوادونو په لیبیا کې د یوه دوامداره اوربند د ټینګولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

په دې نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال او له ۲۸۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

په عین وخت کې د جنورۍ له ۱۲مې راهیسې په هېواد کې لنډمهاله اوربند تر ډېره برقرار دی.

پوتین په واک کې د پاتې کېدو هڅې کوي

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې واکمن ګوند د وزیر اعظمۍ څوکۍ لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوماند د ملاتړ اعلان کړی دی.

دا د هېواد په سیاسي نظام کې د نوموړي د ناڅاپي او پراخو بدلولونو د پلان برخه ده.

متحدې روسیې ګوند د جنورۍ پر ۱۶مه ویلي چې په یوه خوله د مېخایل مېشوستېن ملاتړ کوي.

نوموړی پخوا د روسیې د ټېکسونو ادارې مشر وو چې په سیاسي څهرو کې زیات شهرت نه لري او روسي ولسمشر پوتین بېګا د وزیر اعظم دېمېتري مېدوېدېف تر استعفا وروسته څوکۍ ته ونوماوه.

مېدوېدېف او د هغه کابینې ولس ته د پوتین تر کلنۍ وینا څو ساعته وروسته استعفا ورکړه.

پوتین په وینا کې په اساسي قانون کې د پراخو بدلونونو وړاندیز وکړ چې د ده په وینا به د پارلېمان واک زیات کړي.

اییني بدلونونه ښايي پوتین ته تر ۲۰۲۴ز کال وروسته هم په واک کې د پاتې کېدو لار برابره کړي.

نوموړي د مهمو اییني بدلونونو لپاره د ټولپوښتنې غږ وکړ.

واکمن ګوند د ولسي جرګې شاوخوا ۷۵ فیصده څوکۍ لري چې د ۵۳ کلن مېشوستېن د بریا یقیني کېدو معنا لري.

کاناډايي پلټونکیو په ایران کې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ځای وکوت

د ایران له لوري راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ملبه. ۲۰۲۰، ۸ جنوري

کاناډا وایي، پلټونکو یې په تهران کې د هغې اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو ځای کتلی چې پکې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د کاناډا ټرانسپورت وزیر مارک ګارنیو په چارشنبه وکړه، خو ویې‌ ویل چې تر اوسه‌ یې پلټونکو ته اجازه نه‌ ده ورکړل شوې چې د دغې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د الوتنې او د کابین دننه ثبت شویو غږونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره پورته شوې او اوکراین ته پر لار وه چې له الوتو څو دقیقې وروسته لږترلږه د ایران د یوه توغندي د لګېدو له امله نسکوره شوه.

دا پېښه په هغه ورځ وشوه چې ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د لیرې واټن ویشتونکي څو توغندي وویشتل.

ایرانيو چارواکو تر دې پېښې درې ورځې وروسته دا ومنله چې دا الوتکه‌ یې په تېروتنه په توغندي ویشتي او رانسکوره کړې ده.

د کاناډا ټرانسپورت وزیر تمه وښوده چې څېړونکی ټیم به‌ یې دا معلومه کړي چې څنګه او ولې د ایران پوځ دغه الوتکه ویشتې او هغه‌ یې راغورځولې ده.

په هغه پېښه کې د ۱۳ افغانانو په ګډون د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن او بریتانیا ۱۷۶ وګړي وژل شوي شول.

سږ کال له کندهاره ۱۶۷ زره ټنه سبزیان پاکستان ته برامد شوي

ارشیف

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د سږني لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دې ولایت څخه پاکستان ته یو لک اته شپېته زره ټنه سبزیان برامد شوي.

د دې خونې مرستیال انجینیر عبدالباقي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې برامدا شویو کې سبزیانو کې پیاز، بادرنګ او ګلپي شامل دي.

د عبدالباقي په خبره، د دې صادر شویو سبزیانو مجموعي قیمت ۲۱۳ میلیونه ډالره دی.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال همدا شان وايي چې د پروسږ کال په پرتله سږ کال د سبزیانو په برامداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

له افغانستانه به چین ته تر پنځو کلونو نېږدې ۶۲ زره ټنه زڼغوځي صادرېږي

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه چین ته د ۶۲ زره ټنه زڼغوځيو د صادراتو خبره کوي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید مشال راډيو ته وویل، د کورنیو او چینایي شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو ادارې له تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ دغه اندازه زڼغوځي به تر ۵ کلونو پورې چین ته صادر شي.

ښاغلی نوید وایي، دغه زڼغوځي چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو چین ته واستول شي د صادراتو له درکه ترلاسه کېدونکی رقم‌یې ۲.۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې اقلام له هېواده بهر په مناسب قیمت پلورل کېږي هغه بازارونو ته‌یې چې سوداګر یې وروړي، د بڼوالو په کاروبار او ان د افغانستان مالي برخه باندې مثبت اغېز لري."

د ښاغلي نوید په خبره، اوس‌مهال د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو زڼغوځيو بیه دوه نیم تر درې زرو افغانیو ده، خو له هېواد بهر بیا یو کیلو زڼغوځي شپږ زره افغانۍ پلورل کېږي.

ښاغلی نوید وایي، دا زڼغوځي د هوایي دهلېزونو او حیرتانو بندر له لارې صادرېږي چې دا مهال هم دا بهیر روان دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره د هند، متحده عربي اماراتو او په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د زڼغوځيو بازارونه ښه شوي.

د جلغوزيو حاصلات ډېر له خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه تر لاسه کېږي چې په کلني ډول نږدې ۲۳ زره ټنو ته رسېږي.

د لیبیايي ډلې مشر حفطار د سولې تړون و نکړ

د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله والې ډلې مشر جنرل خلیفه حفطار

د روس د بهرنیو چارو وزیر نن وویل د لیبیا په جنوبي برخه کې په جنګ اخته ډلې مشر جنرل خلیفه حفطار د ډزبندۍ موافقې لاسلیکولو پرته له ماسکو تللی دی.

حفطار د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله والې ډلې مشري کوي چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوي د طرابلس حکومت مشر فایض السراج سره د سولې خبرو اترو لپاره ماسکو ته تللی و.

دواړو مخالیفینو له يو بل سره مخامخ ملاقات نه دی کړی خو ټاکل شویو پلاويو یې د بندو دروازو تر شا اووه ساعته خبرې اترې کړي دي چې پکې د دواړو خواو پر لوړپوړو سفارتکارانو سربېره روسي او ترک پوځي چارواکو هم ګډون درلود.

بېګا ماښام د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه ترک سیال مولوت چاوش اوغلو ویلي وو چې السراج د سولې د لوظنامې مسوده لاسلیک کړې خو حفطار پر دې د غور لپاره وخت غوښتی دی.

په ليبيا کې د جنورۍ په ۱۲مه یو موقتي اوربند وشو چې تر مخه یې روانه درنه جګړه ودرېده خو دواړو خواوو پر یو بل د وړو وړو نښتو په ترڅ کې د ډزبندۍ د سرغړونې تورونه پورې کړي دي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG