د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د تسلیم شویو داعشیانو راتلونکې


د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي، په ولایت کې حکومت ته تسلیم شوي د داعش سلګونه وسله وال دا مهال د پلټنو لپاره په مرکز کابل کې دي او د دوسيو له مخې به ورسره چلند کېږي.

کله چې د اسلامي دولت ډلې دغه وسله وال افغان حکومت ته تسلیمېدل نو له ډېرو سره یې مېرمنې او ماشومان هم ول، د هغوی د راتلونکې په باب د افغان چارواکي وینا وه چې په اړه یې جرګې کېږي او دا کورنۍ به د قومي جرګې له لارې پاکستان ته سپاري.

د ننګرهار ولايت ویاند عطا الله خوږياڼي د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، هغه نارينه (وسله وال) چې جګړه یې کړې وه او د ناتوانۍ له امله تسليم شوي دي، له دوی سره به قانوني چلند ترسره کېږي.

د نوموړي په وینا: (دا دوه موضوعات دي، لومړی هغه داعش وسله وال دي چې په مرکز [کابل] کې زموږ د ملي امنيت اداره یې پرضد دوسيې اچوي، او د دې له مخې به ورسره اقدامات کېږي او دوی به خپله سزا ګوري. دوهم هغه مېرمنې او ماشومان چې د پښتونخوا دي، ممکنه ده هغوی به د يوې قومي همغږۍ له لارې حواله کېږي ځکه چې د جرګې يو سیسټم هم روان دی. دوي به حکومت ته نه سپارل کېږي او د نورو هېوادونو چې کومې مېرمنې او ماشومان دي د هغوی په اړه به د ملي امنيت اداره د اړونده هېوادونو سره همغږي کوي او د هغه همغږۍ له مخې به دوی خپلو کورونو ته استول کېږي.)

خوږ یاڼي د جرګې جوړښت او نېټه و نه ښودله خو پوښتنه دا ده چې پاکستان د خپلو وګړو په اړه له افغان حکومت سره رابطه کړې ده که څنګه؟ د دې پوښتې په ځواب کې د پاکستان بهرنيو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي وويل: (دمګړۍ په دې اړه څه نه شي ويلای ځکه چې د دې ځواب لپاره تفصیل پکار دی او دا وايي دا مهال ورسره څه تفصیل نشته، چې مالومات راټول کړي نو له مشال راډيو سره به یې شریک کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند ارشد جان وايي، د پاکستانيو وسله والو د تسلیمېدو په اړه يې خبرونه په رسنيو کې ليدلي دي خو په دې اړه لاهم د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ رابطه نه ده شوې.

د ننګرهار والي شا محمود میاخيل وايي، د اکتوبر له ۲۵مې څخه نېږدې ۱۴۰۰ داعش وسله وال سره له خپلو کورنیو تسلیم شوي دي چې پکې د پاکستان علاوه د اردن، هند، مرکزي اسیايي هېوادونو او د مينځني ختيځ د هېوادونو وګړي شامل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG