د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې: ولسمشر غني


ارشیف
ارشیف

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی و او هلته يې په دغه ولایت کې د داعش وسله والو د ماتېدو مبارکي ملي امنیتي ځواکونو او ولسونو ته ورکړه.

نوموړي د ننګرهار چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د تسلیم شويو داعش جنګیالیو له ښځو او ماشومانو سره اسلامي او افغاني چلند وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې د وینا پر مهال: ۲۰۱۹، ۱۹ نومبر
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې د وینا پر مهال: ۲۰۱۹، ۱۹ نومبر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سيشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې ننګرهار ته راغلي و او د ولایت په مقام کې يې پر نظامي او ملکي چارواکو سربېره د ولسي پاڅونوالو له استازو او يوشمېر مخورو سره په خبرو کې ولس ته مبارکي ورکړه چې له ننګرهاره يې د داعش ټغر ټول کړ.

د ولسمشر غني په وینا که ولس له ملي امنیتي ځواکونو او ملکي ادارې سره همغږی وي، په اتفاق وي، هر څه ممکن وي.

نوموړي زیاته کړه: ''یو کال وړاندې چا دا تصور کولای شو چې په ننګرهار کې به درېدلي وو او د خدای شکر به ادا کوو چې داعش مو ختم کړو.''

په تېره اوونۍ کې چې د ننګرهار ملي امنیتي ځواکونو ته داعش جنګیالي تسلیم شوي ول، تر څلورو سوو پورې پکې ښځې او ماشومان ول.

د چارواکو په وینا چې په دې مېرمنو او ماشومانو کې يې اکثریت د خیبر پښتونخوا له قبایلي سیمو سره تعلق لري.

د افغانستان ولسمشر او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په لړ کې نن سهار د دغه ولایت ملکي او نظامي مسولینو سره وکتل. ۲۰۱۹، ۱۹ نومبر
د افغانستان ولسمشر او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په لړ کې نن سهار د دغه ولایت ملکي او نظامي مسولینو سره وکتل. ۲۰۱۹، ۱۹ نومبر


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د داعش جنګیالیو له مېرمنو او ماشومانو سره اسلامي او افغاني چلند وکړي. نوموړي د ننګرهار پر والي ږغ کړ چې زر تر زره مشرانو سره وغږېږئ، چې د داعش په یوه واضحه طبقه بندي باندې کار وکړي: ''زه غواړم چې له مېرمنو او ماشومانو سره يې يو افغاني، پښتني او اسلامي چلند وشي. او طریقه يې تاسو له نورو قومونو سره چې که په وزیرستان کې اوسېږي او که په خیبر کې دي، تاسو يې برابره کړئ. زه دوی پاکستان ته نه ورکوم.''

یو شمېر مخورو له ولسمشره وغوښتل چې په ننګرهار کې ورته د رغونې بنیادي کارونه تر سره کړي.

ولسمشر ژمنه وکړه چې کومو پروژو ته چې د ننګرهار ولسونه اولیت ورکوي، دی به يې تر سره کړي. ''تاسو خپلو کې سره کېنئ، په یوه اوونۍ کې ما ته احوال راکړئ، چې يو څلور عمده کارونه د راتلوونکي کال په بوديجه کې ونیسي. بیا په منځمهال باندې به زه راشم چې د ننګرهار په اساسي بدلون باندې کار وکړو. تاسو لومړیتوبونه وټاکئ، عملي کول يې پر ما.''

ولسمشر په خپلو خبرو کې د ملي امنیت منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولسي پاڅونوالو تجهیر او اکمال وکړي د محلي اردو په لیکو کې يې جذب کړي.

ولسمشر سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار، د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او کابينې يو شمېر وزیرانو هم ملتیا کوله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG