د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټرالیا وزیراعظم د لګیدلي اور د قابو کولو امر کړی


اسټرالیا کې د اورلګېدو له وجې مالي زیانونه اړولې
اسټرالیا کې د اورلګېدو له وجې مالي زیانونه اړولې

د اسټرالیا وزیر اعظم سکاټ مورېسن د جنورۍ پر څلورمه د ویجاړونکي اورلګېدنې د قابو کولو لپاره پر څه ناڅه درې زرو ساتونکو غږ کړی دی.

د اورلګېدنې پېښې د تودوخي د لوړوالي او د تېزو بادونو له وجې مخې ته راغلې او چې د ملک ختیځ ساحل او د سیډني نه د باندې سیمو کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

چارواکي وايي، د اورلګېدنې له وجې په سیلانۍ سیمه کې یو ملي پارک نېږدې ټول ویجاړ شوی او دوه کسان پکې وژل شوي دي.

سکاټ مورېسن د جنورۍ پر څلورمه په تلویزوني وینا کې وویل، راتلونکې ۲۴ ساعتونه له خطره ډک دي.

په اسټرالیا کې د تېر سپټمبر راهېسې د اورلګېدنې پېښو کې تر اوسه ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲ سوه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

چارواکو د جنورۍ پر څلورمه وویل، د تازه اورلګېدنې له وجې په کانګرو جزیره کې د ملي پارک شاوخوا ۱۰۰۰ مربع کیلومیتره ساحه سوځېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG