د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې له ایران سره په سمه ژبه وغږېږي: ایراني پوځیان


د ایران انقلاب ساتونکي ځواک
د ایران انقلاب ساتونکي ځواک

د ایران پوځي مشرانو واشنګټن ته تر هغې وروسته د پوځي اقدام په اړه خبرداری ورکړی چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، تهران به په عراق کې د امریکا ضد مظاهرو لپاره پړ ګرځوي.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک مشر برېګېډییر جنرال حسین سلامي د جنورۍ پر دوهمه په اهواز کې په وینا کې وویل، "هېواد د جګړې لوري ته بیول نه غواړي خو له جنګه نه وېرېږي او امریکا ته ویل غواړي چې له ایراني ولس سره په سمه ژبه وغږېږي."

په عین وخت کې دولتي راډیو او ټېلېوېژن د پوځ مشر مېجر جنرال عبدالرحیم موسوي له خولې ویلي چې ایرانی پوځ د دښمن مقاومت ته تیار دی.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه، پر ایران پلوه ملېشې د امریکايي بمبارۍ پرضد پارېدلو خلکو په بغداد کې پر امریکايي سفارت برید وکړ.

په سیمه کې د جنورۍ پر لومړۍ هم نښتې روانې وې او مظاهره کوونکو کاڼي ویشتل چې د سفارت امریکايي ساتونکو یې د منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG