د عراق پوځ ویلي چې ایران پلوه نیمه پوځي ډلې په بغداد کې پر امریکايي سفارتخانه د بلوه ګرو تر حملې یوه ورځ وروسته له سفارتخانې د باندې سیمې پر شا شوي دي.
د دغه برید په غبرګون کې امریکايي انتظامیې په سلګونو نور سرتېري سیمې ته واستول.
د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د عراق د پوځي کماندې بیان وروسته له هغې ورکړل شوی چې مخکې هم پر دغه ورځ د ولسي خوځښت ځواکونو ډلې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د سفارتحانې د ودانۍ له شا او خوا دې ووځي.
د ولسي خوښت ځواکونو (پاپولر موبلایزیشن فورسز) په نوم د دغه ډلې زیاتره غړي شییعه ملېشا دي چې روانه اوونۍ په عراق کې د امریکایي ځواکونو د هوايي برید په غبرګون کې د دغو قهرجنو مظاهرو له مهمو سمبالوونکیو څخه وو.
مظاهره چیان د ډېسېمبر پر۳۱مه د سفارتخانې پر ودانۍ ور وختل، د امریکا خلاف شعارونه یې ورکول او د ودانۍ بهرنۍ برخې ته یې اور واچولو.
خو دوی ودانۍ ته دننه نه وو ورغلي.
زیاتره مظاهرهچیانو د کتایب حزب الله په نوم د نیمه پوځي ډلې په ملاتړ کې بیرغونه نیولي ول.
دوی د امریکا هغه هوايي حملې په غوسه کړي وو چې د کتایب حزب الله ډلې ۲۵ غړي پکې وژل شوي وو.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ټویټر لیکلي چې د عراق وزیر اعظم عادل عبدالمهدي او ولسمشر بهران صالح ته یې یې په ټېلېفون خبرداری ورکړ چې د امریکايي عملی او ملکیت د حفاظت ذمه واري یې پر غاړه ده.
د پېښې په غبرګون کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پامپیو اوکراین، بیلاروس او د منځني ختیځ د دوو هېوادونو دوره معطله کړې ده.
د فېسبوک تبصرې