د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن ۳ لکه ۹۲ زره او ۷۸ ماشومان زېږي


نوي زيږيدلي ماشومان
نوي زيږيدلي ماشومان

ملګري ملتونه اټکل کوي نن د جنورۍ په لومړۍ به په نړۍ کې ۳ لکه ۹۲ زره ۷۸ ماشومان وزېږي. ملګرو ملتونو دا شمېره د دې لپاره خپره کړې چې هغو ماشومانو ته پام واړوي چې د زوکړې په لومړۍ میاشت مري.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې دوه نيو ميليونه ماشومان د زيږون په لومړۍ مياشت کې مړه شوي وو چې ډېره برخه یې د خپل ژوند په لومړۍ ورځ مړه شوي.

د ملګروملتو په وینا د اکثرو ماشومانو د مړینې مخنیوی کېدای شوای.

تر ټولو ډېر ماشومان به په هند کې وزېږي چې شمېر يې شپږ اويا زره درې سوه پنځه اتيا دی. په دوهم نمبر چين دی. د يونيسيف په وېنا په پاکستان کې به شپاړس زره اوه سوه اوه اتيا ماشومان د جنورۍ په لومړۍ نېټه وزېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG