د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د قبایلي ضلعو هسپتالونو فعالولو امر کړی


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان

د خېبر پيښتونخوا وزیر اعلا محمو خان په قبايلي ضلعو کي د هسپتالونو فعالولو او هلته د ولس لپاره د هر رقم اسانتیاوو برابرولو امر کړی دی.

مشال راډیو ته د ترلاسه شوي خبرپاڼې ترمخه وزیر اعلا محمود خان ته د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکو په قبايلي ضلعو کې د روغتیايي سهولتونو په اړه تفصیلي مالومات ورکړي دي چې پکې هلته د صحت ټول لوی واړه ۱۱۰۸ مرکزونه دي او ۱۳۱ یې فعاله نه دي.

خو په قبايلي ضلعو کې په دندو بوخت ډاکټران وايي تر ټولو اول د قبايلي ضلعو په روغتونونو کې د بجلۍ نشتوالۍ او د روغتیا عملې د اوسېدو ستونزې هوارول پکار دي.


د اعلا وزیر د دغه اوسني اقدام په اړه د شمالي وزیرستان ضلعې د روغتیا د څانګي مشر ډاکټر حمیدالله وايي چې د غیر فعاله روغتیايي مرکزونو او هسپتالونو فعالول هم ښه خبره ده خو زیاتوي چې د قبايلي ضلعو د هسپتالونو لویه مسله د بجلۍ نشتوالي ستونزه ده.

نوموړی زیاتوي: ''په قبايلي ضلعو کې په یوه ځای کې هم بجلي نه شته، بله مسله د روغتیا عملې د اوسېدلو ده. د لیرې پرتو سیمو هسپتالونو ته اکثر زه د روغتیا ښځينه کارکوونکي ولس ته د روغتیايی خدماتو د رسولو لپاره ولېږم خو هغوی ما ته په ځواب کې وايي چې په هسپتالونو کې یې د اوسېدلو سهولتونه نه شته.''

په قبايلي ضلعو کې د روغتیا ناسمو سهولتونو په وجه د سیمې ولس له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی.

د کورمې یو اوسېدونکی محمد غني وايي چې په سیمو کې یې هسپتالونه شته خو هلته د روغتیا عملې کمی دی: ''له موږ سره په زرګونو داسې پېښي شوي دي، زموږ په سیمو کې میندې د ماشومانو زېږولو پرمهال مري، زموږ په هسپتالونو کي ډاکټران او د روغتیا نوره عمله نه وي، سړکونه هم خراب دي، نو چې مریض پېښور ته رسوو،و هغه په لار کې مړ شوی وي، زموږ په منځنۍ کورمه کې ښه لوی هسپتال شته خو سهولتونه پکي د نشت برابر دي.''

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG