افغان چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د پوځ په یوه مرکز د طالبانو په برید کې۱۰افغان سرتېري وژل شوي دي.
د والي وياند عمر ځواک وايي، د ډېسېمبر پر۲۷مه شپه لومړی درنه چاودنه وشوه او ورپسې جګړه هم وشوه.
هغه طالبانو ته هم د ور اوښتو زیانونو خبر ورکړ خو دقيقه شمېره یې وړاندې نه کړه.
طالبانو د بريد پړه پرغاړه اخیستې او ويلي يې دي چي د ملي اردو پر يوې پوستي یې برید کې ۲۶ سرتېري وژلي دي.
دغې ډلې رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د هغوی کسانو ته زيان نه دی رسېدلی.
طالبانو په دې وروستیو کې په بېلا بېلو ولایتونو کې پر حکومتي پوستو بریدونه زیات کړي دي.