د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سپریم کورټ دې د باجوه په باب پرېکړې ته بیاکتنه وکړي'

د پاکستان حکومت د پوځ مشر دندې غځولو په اړه په سپریم کورټ کې د بیاکتنې غوښتنلیک دایر کړی دی.

د وزیر اعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان د ډېسېمبر پر۲۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د سپریم کورټ په فیصله کې قانوني او اییني نیمګړتیاوې دي.

وزیر اعظم عمران خان په اګست کې تر دریو کلونو پورې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې غځولو اعلان کړی وو.

د جنرال باجوه د دندې موده د نومبر پر ۲۹مه پای ته رسېده خو سپریم کورټ د نومبر پر ۲۶مه د وزیر اعظم امر وځنډاوه.

سپریم کورټ پر دې شرط د پوځ مشر دندې غځولو اجازه ورکړې وه چې حکومت به یې په اړه په شپږو میاشتو کې قانون جوړوي.

XS
SM
MD
LG