د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظير بوټو ۱۲م تلين په لياقت باغ کې لمانځل کېږي


د ۲۰۰۷ز کال پر ۲۷م ډېسېمبر د بېنظیر بوټو د رالپېنډۍ لیاقت باغ ته خپلې وروستۍ ولسي غونډې ته ورسېږي چېرته چې هغه د خپلې جلسې ختمېدو پس د وتو پرمهال له ۲۰ نورو کسانو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه.
د ۲۰۰۷ز کال پر ۲۷م ډېسېمبر د بېنظیر بوټو د رالپېنډۍ لیاقت باغ ته خپلې وروستۍ ولسي غونډې ته ورسېږي چېرته چې هغه د خپلې جلسې ختمېدو پس د وتو پرمهال له ۲۰ نورو کسانو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه.

پاکستان پيپلز ګوند نن د ډیسمبر پر ۲۷مه د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو دولسم تلين لمانځلو لپاره د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د يوې جلسې تابيا کړې ده چې ورته به د ياد ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وينا کوي.

پاکستان پيپلز ګوند وايي په لياقت باغ کې د جلسې لپاره ټولې تياريانې سرته رسولې دي او په ياد باغ کې يې ۵۰ زره چوکۍ ايښودي دي.

د پاکستان پيپلزګوند سېنېټرشيري رحمن تيره ورځ د لياقت باغ دوره کولو وروسته رسنيو ته وويل جلسه کې ګډون لپاره د خېبرپښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سند نه علاوه پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او ګلګت بلتستان نه هم په ګڼ شميرکې خلک پنډۍ ته رارسيدلې دي او نورهم راروان دي.

د نوموړې وينا وه دولس کاله وروسته ګوند يې په لياقت باغ کې جلسه کوي او دا د دې تاثر لرې کولو کوښښ دې چې ګوند يې په پنډۍ کې جلسه نشي کولې تاسو وګورۍ چې لياقت باغ شاو خوا کې يې په ګڼ شمير کې کارکنان موجود دي بلاول بوټو لپاره به د دې ځايې دوره کول د خفګان نه ډکه وي ځکه چې دولس کاله وړاندې هم په دې ځايې کې د هغه مور ووژلې شوه. نوموړې به نه صرف جلسې ته وينا کوي بلکه مور چې يې د پاکستان ولس سره کومې وعدې کړې وي نوهغه به هم پورا کوي.

د ذکر ده چې د ۲۰۰۷ م کال د ډیسمبر پر ۲۷مه وسله والو پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بوټو په لياقت باغ کې د جلسې وروسته وژلې وه.

پيپلز ګوند اعلان کړې و چې د بېنظير بوټو۱۲تلين په مناسبت سره به په لياقت باغ کې جلسه کوي خو د راولپنډۍ ضلعي انتظاميې د امنېتي خدشاتو په وجه ياد ګوند ته د جلسې اجازه ورکولو نه انکار وکړو د کوم وروسته چې پيپلز ګوند دغه فيصله په لاهورهای کورټ کې چيلنج کړه او ياد عدالت د اوريدنې وروسته پيپلز ګوند ته د جلسې اجازه ورکړه.

د رېلوې وفاقي وزيرشېخ رشيد احمد تيره ورځ رسنيو ته وويل يوګوند په لياقت باغ کې جلسه کول غواړي نو ډير په شوق سره دې وکړي او د ټول ملک نه دې خلک راولي ځکه چې د حرام دولت دې ورسره. ذه ټولو خلکو ته او خصوصا د سند صوبې خلکو ته ويل غواړم چې په خپله خرچه دې پنډۍ ته نه راځي بلکه د لسو ورځو پېسې دې د پيپلز ګوند نه واخلۍ ځکه چې جلسې وروسته بيا دوي خلک خپلو ځايو ته نه رسوي بلکه جلسې په ځايې کې يې پريګدي.

د يادونې ده چې د بېنظير بوټو د وژنې وروسته په ۱۲ کالو کې په ړومبي ځل پيپلز ګوند په لياقت باغ کې د جلسې تابيا کړي ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG