د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د ناموس په نامه یوه تن خپله مېرمن وژلې


په سوات کې د غیرت په نوم د وژل شوې یوې مېرمنې عکس
په سوات کې د غیرت په نوم د وژل شوې یوې مېرمنې عکس

د سوات په فتح پور کې د ډېسېمبر پر۲۶مه شپه یوه سړي خپله ښځه د غیرت په نوم وژلې ده.

د سیمې پوليس تاڼې مشر سهيل خان د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، دا پېښه بېګا شپه ناوخته په فتح پور کلي کې شوې او د فضل خالق په نوم یو ځايي تن يې د خپلې ښځې وژنې په تور نیولی دی.

په سوات کې په تیره یوه اونۍ کې څلور ښځې وژل شوي دي او یوې ځان په خپله وژلی دی.

د بشري حقونو دفاع کوونکي وايي چې په داسې جرمونو کې ککړو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي چې له کبله يې د غیرت په نامه د وژنو پېښې ډېرې شوي دي.

په مینګوره کې د بیدارۍ (اویکنینګ) په نوم د ښځو حقونو دفاع یوې ادارې تازه راپور ترمخه په سوات کې سږ کال له ۳۸ ډېرې ښځې د غیرت په نوم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG