د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په شمالي ولایت بلخ کې د پوځ پر یوه اډه د دولت مخالفو وسله والو طالبانو په برید کې لږ ترلږه ۶ سرتېري وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا لومړی موټربم برید شوی او ورپسې برید دغه پوځي مرکز ته ننوتي دي.
دفاع وزارت ویلي چې په دې برید کې درې عسکر ټپیان شوي دي.
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ویلي چې په اډه کې جګړې څو ساعته دوام وکړ او برید پر شا تمبول شوی دی.
وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې.