د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په فراه کې د سولې ولسي حرکت ۲۷ غړي برمته کړي


د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي.
د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي.

طالبانو د افغانستان د سولې ولسي حرکت ۲۷ غړي په فرا ولایت کې برمته کړي دي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست میډیا ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د سولې دا فعالان په شپږو موټرو کې له هراته فراه ته پر لار ول، چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه مازیګر طالبانو په سړک ودرولي او له ځان سره یې بیولي دي.

د وطندوست په وینا د سولې ولسي حرکت دا غړي ۱۴ ورځې مخکې هرات ولایت ته تللي و او هلته یې له خلکو سره د سولې په اړه غونډې او پروګرامونه لرل.

بلخوا وسله والو طالبانو د سولې د دې ۲۷ فعالانو د تښتولو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG