د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د شکایتونو کمېشن د شکایتونو ثبتولو وروستۍ ورځ ده


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ډېسېمبر پر ۲۵مه د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو نتیجو تر اعلان وروسته د شکایتونو د ثبت وروستۍ ورځ ده.

د شکایتونو لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی و.

د افغانستان انتخاباتي شکایتونو د کمېشن یو غړي قطب الدین رویدار مشال راډیو ته ویلي چې ښايي د شکایتونو شمېر تر ۱۰ زرو واوړي.

د هغه په خبره اکثر دا شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ثبت کړي.

رویدار وویل چې د شکایتونو تر ثبت وروسته به څېړنې پیلېږي او شکایتونو ته به ځواب ورکوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د اتوار په ورځ اعلان شوی چې له مخې یې اشرف غني لومړی او عبدالله عبدالله په دویم مقام کې راغی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG