د لاسرسي ځای

تازه خبر

بي ار ټي د خیبر پښتونخوا خزانې ته لوی تاوان رسولی


د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، د پېښور د چټک بس په پروژه یا (بي آر ټي) کې د بدانتظامۍ له کبله يې د ټرانسپورټ څانکې او د پېښور د پرمختیايي اداری ډایریکټر جنرل له خپلو دندو لیرې کړي دي او د نورو ذمه وارو کسانو په باب پلټنې روانې دي.

د اپریل پر درېمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د کانونو او معدنیاتو صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي وویل چې د منصوبې د ناکامۍ ذمه واري د هغه چارواکیو ده چې د پروژې په اړه یې حکومت ته سم مالومات نه ورکول.

"هم دا افسران وو چې کله به یې د دې پروژې د پوره کولو یوه نېټه ښودله او کله بله. سره له دې چې موږ به ورته د کابینې په غوڼده کې ویل چې که یو کار یوه میاشت اخلي نو دوه میاشتې دې واخلي خو دوی به ویل نه دا موږ کولی شو. د هغې په وجه دا کار وځنډیدلو او په ډیزاین کې يې هم ستونزې رامخ ته شوې. اوس خو شکر دی ۹۵ فیصده کار پوره شوی دی. پلټنې روانې دي او په دې کې چې هر څوک ککړ وي، که د ګوند خپل لوړپوړي چارواکي ولې نه وي، خو د هغوی پرضد به کاروايي کېږي"

یوې سرکاري پلټنیزې کمېټۍ په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې د دې پروژې منصوبه بندي او جوړښت په سمه توګه نه دی شوی او په عملي کولو کې يې هم تکنیکي ستونزې دي چې په نتیجه کې يې د ولس په اربونو روپۍ ضایع شوي دي.

په راپور کې حکومت ته سپارښتنه شوې چې د ذمه وارو کسانو پرضد دې ګام پورته کړي.

د دې پروژې بنیادي کمزوري څه وه؟

په دغه اړه په پېښور کې د پرمختیايي چارو پوه ډاکټر جاوید اقبال وايي، دا یوه پرمختیايي پروژه وه خو د واکمن تحریک انصاف ګوند د ځینو مشرانو د سیاست ښکار شوې ده.

"په ټوله نړۍ کې د پرمختیايي پروژو فیصلې په تیکنیکي بنیادونو کېږي خو دلته چې موږ ګورو نو دا پروژه د پرویز خټک په مشرۍ د تحریک انصاف تېر حکومت د سیاسي ګټو لپاره پیل کړې وه او غوښتل يې چې د انتخاباتو وړاندې يې سر ته ورسوي."

"داسې پروژې میاشتې نه کالونه غواړي او دوی چې دا په شپږ میاشتې کې پوره کول غوښتل نو دا د حقیقت نه ډېره لرې خبره وه."

د پېښور اوسېدونکي وايي، د پروژې د نه پوره کېدو له کبله له تاوانونو سره مخ شوي دي او کاروبارونه يې اغیزمن شوي دي.

د ښار اوسیدونکې او د حقونو فعال شکیل وحیدالله خان وايي، له مالي تاوان سره سره دې پروژې د خلکو روغیتا ته زیان رسولې او د ښار نقشه يې بدله کړې ده.

دا سړک د پېښور ولس ته د کلومیټر په سر په ۵ اربه روپې پرېوت، د ساه لنډي رنځ ډېر شوی دی، د خلکو زغم ختم شوی او له یو بل سره جګړې کوي.

دا پروژه د پېښور د خلکو په غوښتنه نه ده پیل شوې بلکې د پنجاب له حکومت سره د سیالۍ لپاره پیل شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د احتساب قامي ادارې د پېښور چټک بس د پروژې په اړه خپل وړومبي مالومات راټول کړي دي خو د پېښور های کورټ کار د نور ځنډ د بچ کولو لپاره له ځان سره خوندي کړی دی. د دغې پروژې لپاره اسیايي پرمختیايي بانک ۶۷.۸ اربه روپۍ ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG