د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي شېرزو د خپلې ځمکنۍ لانجې پرلت پېښور ته یووړ


علي شېرزو د پېښور پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی
علي شېرزو د پېښور پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی

په پېښور کې د کورمې د علي شېرزو اوسېدونکیو د تیندو پر شاملاتي ځمکه د غیر قانوني ابادۍ پرضد احتجاج پیل کړی دی.

دوی د پرېس کلب مخې ته له دوو ورځو پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د یادې سیمې پر شاملاتي ځمکه تعمیرات او خرڅېدل ودروي او بله دا چې هلته شوې ابادي ړنګه کړي او زمه وارو ته سزا ورکړي.

په احتجاج کې شامل د ورستۍ سیمې امیر حمزه وايي، دا هر څه غیر قانوني شوي نو ځکه غواړي چې پرضد یې کاروايي وشي.

په احتجاج کې شامل یو بل تن د مسرخېلو زاهد شاه وايي، تر دې هر څه چې د تیندو پر شاملاتي ځمکه په عدالت کې کیس روان دی او بله خبره دا چې ځايي انتظاميې هلته نوې ابادي په کېدو ۱۴۴ دفعه لګولې نو څنګه یې ځمکه خرڅه شوه او کورونه ورباندې جوړ شول.

د کسه خېلو ملک محمد صدیق وايي، دا احتجاجي ناسته له ۴۲ ورځو روانه ده چې اوس دوی له سدې پرته په پېښورکې هم پیل کړه او که غوښتنه یې و نه منل شوه نو اسلام اباد ته ځي او هلته به هم کښېني.

د کورمې ډیپټي کمیشنر شاه فهد په دغه اړه له خبرو ډډه وکړه خو البته یو بل انتظامي چارواکي مشال راډیو ته ویلي، د علي شېرزو له مشرانو سره یې بار بار مذاکرات کړي چې خپل احتجاج ختم کړي خو هغوی نه مني او اوس یې دا پېښورته غځولی.

هغه زیاته کړه، په شاملاتي ځمکه کې د کورونو ړنګولو د علي شېرزو پر مطالبه دوی په سمدستي هېڅ نه شي کولی ځکه چې ورباندې له عدالته مخالف لوري د کار نه کولو امر (سټې ارډر) اخېستی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG