د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي شېرزیو زرګونه ماشومان له پولیو څاڅکو بې برخې پاتې


سږ کال په پاکستان کې د پولیو ۱۱۱ مثبت کیسونه مخې ته راغلي
سږ کال په پاکستان کې د پولیو ۱۱۱ مثبت کیسونه مخې ته راغلي

پېښور ـ د پاکستان د نورو سیمو په څېر په خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې هم د ماشومانو ته د پولیو د رنځ خلاف د څاڅکو ورکولو بهیر د ډېسېمبر پر ۲۰مه پای ورسېد خو د کورمې ضلعې څه نا څه شپږ زره ماشومان له هغه بهیره بې برخې پاتې شوي دي.

چارواکي وايي دا ماشومان په علي شېرزیو سیمه کې له کمپاینه پاتې شوې دي ځکه چې د یادې سیمې خلک پر احتجاج بوخت دي.

د علي شېرزیو خلک او مشران د نومبر له ۱۳مې نېټې راهېسې په صده کې پر احتجاج ناست دي. هغوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د تیندو پر شاملاتي ځمکې غیر قانوني ابادیو مخه ونیسي.

د سیمې خلکو دا هم ویلي چې خپلو ماشومانو ته به تر هغې د پولیو څاڅکي نه ورکوي چې حکومت یې غوښتنه منلې نه وي.

د کورمې ضلعې د روغتیا افسر ډاکټر عدنان وايي، د علي شېرزیو له مشرانو سره یې په دې اړه بار بار خبرې وکړې خو دا چې هغوی و نه منله نو په سیمه کې یې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو کمپاین و نه چلېدلو.

نوموړی وايي، د علي شېرزیو د خلکو غوښتنه باندې ژر عمل کول ممکن نه دی ځکه چې د هغوی مخالف لوري له عدالته ځنډ غوښتی. عدالت د اوس لپاره په شاملاتي ځمکه د شوې ابادۍ د ړنګولو کار درولی دی.

ډاکټر عدنان زیاتوي، له ملکه د پولیو د رنځ لرې کول اړین دي نو هغوی به د علي شېزیو سیمې ماشومانو ته خامخا ځانونه رسوي.

په یاد ضلعه کې تر دې وړاندې هم ځايي خلکو د خپلو غوښتنو د پوره کولو په پلمه د پولیو پر ضد په کمپاینونو کې برخه نه وه اخېستې.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد د ادارې یو چارواکی ډاکټر ندیم جان وايي، له هیواده د پولیو وایرس هله ختمېږي چې هر کس په کمپاین کې برخه واخلي او خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

ډاکټر ندیم جان زیاتوي:

د خپلو شرطونو د پوره کولو لپاره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکول ظلم دی.
ډاکټر ندیم جان

د خپلو سیاسي، اولسي او ټولنیزو غوښتنو پوره کولو لپاره ماشومانو ته واکسین نه ورکول د خپل نوي کهول سره یو لوی ظلم دی.

د کورمې په ګډون د پاکستان په ټولو برخو کې د پولیو پر ضد بهیر د ډېسېمبر له ۱۶مې پیل شوی وو چې پېنځه ورځې یې دوام وکړ.

په ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د پولیو ۱۱۱ مثبت کیسونه مخې ته راغلي چې ۷۹ پکې د خیبر پښتونخوا دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG