د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د پېښور چټک بس پروژې پلټنه په سپریم کورټ کې ننګولی


پېښور چټک بس پروژه
پېښور چټک بس پروژه

د خېبر پښتونخوا حکومت په سپريم کورټ کې د پېښورهای کورټ هغه امر چېلج کړی چې له مخې يې اېف ای اې ته ويل شوي چې د پېښور چټک بس پروژې په اړه پلټنې وکړي.

د مشال راډیو خبريال وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت د ډېسېمبر پر ۲۴مه دې لړ کې د سپريم کورټ په پېښور رجسټرۍ کې درخواست جمع کړی.

ياده دې وي چې د روانې مياشتې په لومړیو کې د وفاقي تحقيقاټي ادارې اېف ای اې پنځه کسيزه ځانګړې ډلې وروسته له هغو په بي ار ټي پروژه کې د بې قاعدګيو په اړه پلټنې پیل کړل چې پېښور های کورټ ورته د دغې امر وکړ.

کله چې د تحريک انصاف خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور چټک بس پروژه (بي آر ټي) په ۲۰۱۷ کال کې پیل کړه نو ويل به یې چې په شپږو مياشتو کې به دا سر ته رسوي خو تر اوسه نه ده بشپړ شوې.

د صوبايي حکومت وياند شوکت يوسفزي تېره مياشت مشال راډیو ته ویلي وو چې دا پروژه به راتلونکې فرورۍ مياشت کې سرته رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG