د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په سلګونه شکایتونه ثبت شوي


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

د افغانستان انتخاباتو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، یوازې د ډېسېمبر پر۲۳مه تر پنځو زرو زیات شکایتونه ورغلي دي.

د یادې ادارې ویاندې زرمینې کاکړې بېګا مشال راډیو ته وویل چې په شکایتونو کې زیاته برخه د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې له خوا ثبت شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن د ډېسېمبر پر۲۲مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې.

د دې نتیجو له مخې اوسني ولسمشر اشرف غني تر ټولو زیاتې رایې ګټلې دي. خو د عبدالله عبدالله په ګډون د هغه نور مخالفین تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې خو د ولسمشر اشرف غني انتخاباتي ډله دا تور ردوي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات د سپټمبر پر ۲۸مه تر سره شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG