د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوان په وژنه ککړ سرتېري به سزا کېږي: جرګې ته د خیبر چارواکیو ژمنه


په خېبر کې قومي مشران وايي چارواکو ورسره وعده کړې چې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) له خوا د تحقیقاتو پر مهال د وژل شوي يوه ځايي ځوان په وژنه ککړو سرتېرو ته به سزا ورکوي.

تر دې حکومتي وعدې وروسته، بيګا خلکو خپله مظاهره ختمه او وژل شوی ځوان خاطر شينواری یې خاورو ته وسپاره.

په دې تړاو، د ځايي انتظامیې او قومي مشرانو ترمنځ په دوشنبه شوې جرګه کې شامل، ملک نديم زخه خېل اپرېدي د ډېسېمبر په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل که حکومت په خپله ژمنه عمل و نه کړ نو دوی به بيا مظاهرې پیلوي.

"خاطر شینواري یې د تحقیقاتو په وخت وژلی دی. دا د عدالت له حکمه بغیر نيول شوی وو. له موږ سره اوس امنيتي ځواکونو وعده کړې چې کوم اهلکار په دې وژنه کې لاس لري، هغوی ته به همدغسې سزا ورکول کېږي. که داسې يې و نه کړل نو موږ به بيا راووځو او د دې ظلم خلاف لا نورې پراخې مظاهرې به کوو."

دوې ورځې مخکې د خیبر له مرکز لواړګي سره نېزدي په پسيدخېلو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د يوه ماين تر چاودنې وروسته ۱۸ ځايي کسان ونیول.

تر دې مخکې به دغسې نيونې د ايف سي ار اجتماعي زمه وارۍ قانون لاندې کېدلې چې په ۲۰۱۸ کال کې د خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبايلي ضلعو تر شاملېدو وروسته ختم شو.

د پسيدخېلو خلک د ايکشن اين اېډ په نامه تر هغه قرمان لاندې نیول شوي چې امنيتي ځواکونو ته د ايف سي ار په شان د ډېر واک ورکولو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت جاري کړی دی. دا قانوني حکم اوس مهال په عدالت کې چېلنج شوی او تر ارزونې لاندې دی.

د خیبر اسیسټنټ کمشنر محمد عمران د ډېسېمبر پر۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونه د دې قانون غلط استعمال نه کوي او د پسيدخېلو ځينې کسان خوشې شوي دي.

"پر دې مسله جرګه وشوه. خلکو خپل مړی واخېست. مسله حل شوه. پنځه کسان پرېښودل شوي او پاتې نور به هم خوشې شي."

ځايي قومي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې پر پوځيانو له خپلو هغو ماينونو څخه يو چاودلی وو چې تر دوی مخکې ګمارل شویو سرتېرو د خپلې پوستې د امنيت ساتنې لپاره په خپله ښخ کړي دي.

چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نومبر پر ۲۸مه د شمالي وزيرستان د همځوڼۍ سيمې يو ځوان رضاءالله د پوځ په حراست کې له تشدده مړ شوی وو. هلته هم خلکو مظاهرې وکړې، چارواکو د پلټنو وعده وکړه خو لاهم د تحقیقاتو پايلې نه دي په ډاګه شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی مير کلام وزیر وايي د دغو او نورو داسې پېښو مخنيوي لپاره يې د جنورۍ پر دولسمه په بنو کې د يوې لويې جلسې تابيه کړې او دا مسلې به په اسمبلۍ کې هم راپورته کوي:

"چې څوک د دې حق خبره کوي او په خپلو وسايلو واک غواړي، هغوی په نښه کېږي. د هغوی خلاف قوانين کارول کېږي. موږ پر دې مسلو خاموشه نه شو پاتې کېدلی."

د سرحدي ځواکونو یا اېف سي په حراست کې د خاطر شينواري د وژنې په تړاو د خبرو پرمهال، ميرکلام وزیر زياته کړه چې اوس قبايلي ضلعې د خیبر پښتونخوا برخه دي او بايد چې امنيت يې د صوبې د نورو برخو په شان د ايف سي نه بلکې د پولیسو په لاس کې وي.

په دې اړه د حکومت همېشنی دريځ دی چې دوی په تدريجي ډول کارونه له يوې ادارې بلې ته سپاري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG